Add new comment

له ميدان وردګو د ټاکنو په اړه ٣٨ شکايتونه ثبت شوي

 
ميدانښار (پژواک ۱۹ورى ۹۳): له ميدان وردګو ولايت څخه د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ته اته دېرش بېلابېل شکايتونه رسېدلي دي.
په ميدان وردګو ولايت کې د ټاکنو د شکايتونو خپلواک کمېسيون د دارالانشا رييس حيات الله حامد له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل، د رايې ورکولو پر مهال د بېلابېلو کسانو له لوري ورته په ټاکنو کې د درغليو له امله اته دېرش شکايتونه رسېدلي دي.
هغه وايي، په دغو شکايتونو کې يې اته ويشت په ثبتي ډول ترلاسه کړي او لس نور له بېلابېلو سيمو د ټيلېفون له لارې دوى ته ورکړل شوي.
د نوموړي په وينا، په دغو شکايتونو کې د ولسمشرۍ له نوماندانو پنځه، د ولايتي شورا دوه، له امنيتي ارګانونو درې، د ټاکنو له خپلواک کمېسيونه څوارلس، له رايې ورکوونکو يو او له ناظرينو هم يو شکايتو شوي دي.
په ورته مهال په ميدان وردګو ولايت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو ادارې يوه کارکوونکي، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل، دوى هم په ځينو برخو کې ستونزې ليدلې او له مرکزي ادارې سره يې شريکې کړې دي .
هغه وايي، د دغه ولايت په يو شمېر سيمو کې د رايې ورکولو د محلونو پر وخت نه پرانيستل، د يوه نوماند په ګټه ډله ييزې رايې کارول او د ځينو سايټونه په بشپړ ډول بندېدل هغه عمده ستونزې دي، چې دوى له خپلې ادارې سره شريکې کړې دي .
په ميدان وردګو ولايت کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون رييس انجنير نورالله له پژواک سره په خبرو کې په يو محل کې د رايې ورکولو د پاڼو د کموالي او د ځينو سايټونو بندېدل مني خو وايي تر ډېره يې هڅه کړې چې د سرغړونو او ستونزو مخنيوى وکړي.
د ميدان وردګو د امنيتي قواوو د همغږۍ مشر جنرال نواب بيا له پژواک سره د امنيتي ځواکونو پر وړاندې د شکايت ثبت وغانده، زياته يې کړه، چې په دغه ولايت کې امنيتي ځواکونو په مېړانې سره وکولاى شول د رايې ورکولو د بهير امنيت په ښه توګه ونيسي .
دا په داسې حال کې چې د ټاکنو د شکايتونو کمېسيون اعلان وکړ چې نن يې دټولو ترلاسه شوو شکايتونو د څېړنې لړۍ پيل کړه.
د ياد کمېسيون چارواکو ويلي، چې د ٣١٠٣ شکايتونه يې ترلاسه کړي چې څېړنه به يې د ټاکنو پر لومړنيو پايلو اغېز ولري.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.