وروستي خبرونه

Subscribe to وروستي خبرونه feed
Updated: 24 min 7 sec ago

د حنیف اتمر ځانګړی سکرتر په یوه برید کې ټپي شو

2020-05-15
By on 15 May 2020 کابل (پژواک، ۲۶ غویی ۹۹): د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر حنیف اتمر ځانګړی سکرتر (دستیار) تیره شپه په کابل کې په یوه وسله وال برید کې سخت ټپي شوی دی. د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هیواد دغویي په ۲۶مه، پژواک اژانس ته وویل چې دا پیښه تیره شپه د کابل د اتمې حوزې د کارته نو په سیمه کې رامنځته شوې ده... read more

د افغانستان احصاییوي کالنۍ: په ۱۳۹۸ کال ۱،۳ سلنه صادرات او۸،۵ سلنه وارات کم شوي و

2020-05-15
By زرغونه صالحى on 15 May 2020 کابل(پژواک، ۲۵ غویی ۹۹): د افغانستان د احصاييوي کالنۍ پر بنسټ، په ۱۳۹۸ کال د افغانستان نفوس ۳۲،۲ میلیونه اټکل شوی، د تورم کچه ۲،۳ سلنه، د ناخالصو عوايدو رشد ۴،۰۳ سلنه و او د غنمو حاصل ۳۵،۳ سلنه ډېر شوی دی. د معلوماتو او احصايې ادارې، د غويي په ۲۵مه د ۱۳۹۸ کال احصاييوي کالنۍ خپره کړه او په کې ويل... read more

دفاع وزارت: په میمنې ښار کې د یوه ستر بریده مخه ونیول شوه

2020-05-15
By د پژواک خبر on 15 May 2020 کابل (پژواک، ۲۶ غویی ۹۹) : د ملي دفاع وزارت ویلي چې له چاودېدونکو توکو ډک یوه هاموې موټر له منځه وړلو سره یې د فاریاب په میمنې ښار کې د یوه ستر برید مخه نیولې ده. د یاد وزارت له خوا د غویي په ۲۶مه، پژواک اژانس ته په یوه رااستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې وسله والو طالبانو یو هاموې نظامي موټر له... read more

افغانستان کې د کرونا له امله په یوه ورځ ۱۷کسان مړه شوي

2020-05-15
By جاويد هميم کاکړ on 15 May 2020  کابل (پژواک، ۲۶ غويی ۹۹): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ويروس ۴۱۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې او ۱۷ نور کسان یې له امله مړه شوي دي. د عامې روغتيا وزارت مرستیال ډاکتر وحید شکوهمند د غويي په ۲۶ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له۱۱۲۲... read more

ټرمپ: افغانان باید نور خپل هېواد په خپله وساتي

2020-05-15
By جاويد هميم کاکړ on 15 May 2020 کابل (پژواک، ۲۶ غویی ۹۹) : د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې افغانان باید نور خپل هېواد په خپله وساتي. هغه چې پرون یې له خبریالانو سره خبرې کولې، د افغانستان د وروستیو بریدونو په تړاو ددې پوښتنې چې دا به د سولې پروسه اغېزمنه کړي ویلي : "نه پوهېږم، وبه وینو چې څه پېښیږي. داسې څه مې نه دي... read more

خلیلزاد د کابل او ننګرهار بریدونو کې د طالبانو لاس لرل رد کړل

2020-05-15
By جاويد هميم کاکړ on 15 May 2020 کابل (پژواک، ۲۶ غویی ۹۹) : د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي چې د کابل او ننګرهار په وروستیو بریدونو کې داعش لاس لري. زلمي خلیلزاد د غویي په ۲۶مه، په ټویټر کې لیکلي، د امریکا متحدو ایالتونو حکومت ارزونه کړې چې داعش-خراسان د افغانستان پر یوه زېږنتون او د جنازې پر... read more

حکومت: سوله لومړیتوب دی، خو د خلکو د امنیت لپاره له ټولو امکاناتو کار اخلو

2020-05-15
By جاويد هميم کاکړ on 15 May 2020 کابل (پژواک، ۲۶ غویی ۹۹) : د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، سوله دافغان دولت لومړیتوب دی، خو په ورته وخت کې د خپلو خلکو او هېواد د امنیت او دفاع په لاره کې له ټولو امکاناتو کاراخلي. ولسمشر اشرف غني د کابل او ننګرهار له بریدونو وروسته د وسله والو طالبانو پر ضد د یرغلیزو عملیاتو امر وکړ،... read more

ولسمشرغني کومانډو ځواکونو ته : خپلې تورې له تېکي اوباسئ

2020-05-14
By جاويد هميم کاکړ on 14 May 2020 کابل (پژواک، ۲۵ غویی ۹۹) : ولسمشر کومانډو ځواکونو ته وویل ، نن بیا هغه ورځ ده چې خپله توره له تېکي وباسئ او دښمن باید یو ځل بیا د کومانډو ځانګړو ځواکونو زور وویني. له ارګ څخه د غویي په ۲۵مه، پژواک اژانس ته په یوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني نن په ریشخورو کې د تشریفاتو قطعې... read more

پکتیکا کې هغه تن نیول شوې چې د خپلې ښځې پزه یې پریکړې وه

2020-05-14
By رحیم خان خوشحال on 14 May 2020 ښرنه (پژواک، ۲۵ غویی ۹۹) : د پکتيکا ولايت امنیه قومانداني وايې،پولیسو په دغه ولایت کې یو تن د خپلې ښځې د پزې پرې کولو او درې تنه نور د بېلابېلو قتلونو په تړاو نیولي دي. د پکتیکا دامنيه قوماندانۍ وياند شاه محمد ارين نن پژواک اژانس ته وويلچې پوليسو تېره شپه په جانې خيل ولسوالۍ کې هغه کس نيولی چې... read more

حکومت : د طالب بندیانو د خوشې کولو په تړاو توافق او مکلفیت نه لرو

2020-05-14
By جاويد هميم کاکړ on 14 May 2020 کابل (پژواک، ۲۵ غویی ۹۹) : د افغانستان حکومت وایي  چې د طالبانو د بندیانو د خوشې کولو په تړاو کومه موافقه او مکلفيت نه لري . د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل د غویي په ۲۵مه، په یوه ویډیو کې ویلي، تر هغه چې طالبان زر تنه افغان امنیتي ځواکونه چې له هغوی سره بندیان دي، خوشې نه کړي... read more

د غور او کونړ دیني عالمانو وروستي بریدونه وغندل او اخترکې یې د اوربند غوښتنه وکړه

2020-05-14
By خان ولي سالارزى, جمیله کریمی on 14 May 2020 فیروز کوه، اسعد اباد (پژواک، ۲۵ غویی ۹۹) : د غور او کونړ ولایتونو لسګونو علماوو په هېواد کې وروستي بریدونه غندلي او په راتلونکي کوچني اختر کې یې د اوربند غوښتنه کړې ده. دوه ورځې مخکې په ننګرهار او کابل کې د بریدونو له امله لسګونو هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې وه. د غورولایت علماوو د غویي په... read more

کندهار کې چاودنې څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

2020-05-14
By بشیر احمد نادم on 14 May 2020 کندهار ښار (پژواک، ۲۵ غویی ۹۹) : په کندهار ښار کې د یوې چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی او د دوو پولیسو په ګډون درې کسان ژوبل شوي دي. د کندهار امنیې قومندانۍ ویاند جمال بارکزي نن (د غویي ۲۵مه)، پژواک خبري اژانس ته وویل چې چاودنه د ښار د ۱۴مې امنیتي حوزې اړوند د برېښنا کوټ پله ته نږدې د پولیسو د... read more

چارواکي او خلک : د ګردېز موټر بم چاودنه کې ډېر زيان ملکي وګړو ته اوښتی

2020-05-14
By شکـور کامـران on 14 May 2020 ګردېز (پژواک، ۲۵ غویی ۹۹): د ګردېز ښار اوسېدونکي او ځایی مسوولین وایي چې د ملي دفاع وزارت پر تاسیساتو د موټر بم برید کې ډېری زیان د سیمې اوسېدونکو ملکي وګړو ته اوښتی دی.   نن سهار په شاوخوا اته نیمو بجو د ګردېز ښار اړونده د ۲۰۳ تندر قول اردو د تاسيساتو آمريت سره نږدې د مازدا موټر بم برید... read more

اروزګان کې هم د ۲۴ میلیونه افغانیو په لګښت کرنیزې پروژې پیل شوې

2020-05-14
By اجمل وصال on 14 May 2020 ترینکوټ ( پژواک، ۲۵ غویی ۹۹): د اروزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې د کرنې وزارت له خوا ۵۹ کوچنۍ سړې خونې جوړېږي چې کروندګر به په کې خپل محصولات ساتي. د سړو خونو بسنت ډبرې ایښودو پرمهال د اروزګان والي اسدالله سعید وویل، د اروزګان کروندګر به له یادو خونو څخه د خپلو محصولاتو د ساتلو برخه کې کار اخلي او... read more

افغانستان کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۵۶۳۹ ته ورسېد

2020-05-14
By بهشته ارغند on 14 May 2020 کابل (پژواک، ۲۵ غويی ۹۹): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ويروس ۴۱۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې تر ټولو ډېرې (۱۸۸) په پلازمېنه کابل کې دي. د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار د غويي په ۲۵مه په کابل کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له... read more

کندوز او لغمان کې ۱۳ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

2020-05-14
By یوسف ظریفی, اجمل کاکر on 14 May 2020 کندوز، جلال اباد (پژواک، ۲۵ غویی ۹۹): په کندوز او لغمان ولایتونو کې ۱۳ پولیسو ته امنیتي پېښو کې مرګ ژوبله اوښتې ده. د کندوز یوې امنیتي سرچینې چې د نوم له اخیستو یې ډډه کوله، د غویي په ۲۵مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې وسله والو طالبانو تېره شپه په خان اباد ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي... read more

په نړۍ کې د کرونا له امله د مړو شویو کسانو شمېره ۳۰۰ زرو ته ورسېده

2020-05-14
By جاوید همیم کاکړ on 14 May 2020 کابل (پژواک، ۲۵ غویی ۹۹) : د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا له امله د مړو شویو کسانو شمېره ۳۰۰ ته رسېدلې او له دې ناروغۍ د روغ شویو کسانو شمېره له یو میلیون او ۶۰۰زرو څخه اوښتې ده.  بلخوا د ناروغانو شمېره یې څلور میلیونه او څه دپاسه ۴۳۰ زره کسانو ته رسېدلې ده. د کرونا ويروس... read more

درې لسیزې وروسته مزار کې د غوړیو د تولید فابریکې بیا فعالیت پیل کړ

2020-05-14
By احمد صهیب حسرت on 14 May 2020 کابل (پژواک، ۲۵ غویی ۹۹) : له شاوخوا درې لسيزو ځنډ وروسته مزارشریف کې د نباتي غوړيو د توليد دولتي فابرېکې يو ځل بيا فعاليت پيل کړ.   دغه فابريکه دمګړۍ په ۲۴ ساعتونو کې له پنبه دانې څخه ۸ ټنه غوړي توليدوي؛ خو چارواکي وايي، چې هڅه کوي څو د نباتي سرچينو په موندلو سره د توليد دغه کچه ۱۵۰... read more

بې پولې ډاکټرانو د کابل دشت برچي کې فعالیت ځنډولی

2020-05-14
By جاوید همیم کاکړ on 14 May 2020 کابل (پژواک، ۲۵ غویی ۹۹) د بې پولې ډاکترانو نړیوال سازمان د کابل د دشت برچې پر ولادي او نسایي سل بستریز روغتون برید غندلی ، خو هلته یې خپل فع‍الیت ځنډولی دی. درېیو وسله والو  وړمه ورځ پر دغه روغتون برید کړی و، چې د ښځو ،ماشومانو او نرسانو په ګډون ۲۵ تنه په کې ووژل شول او ۱۶ نور ټپیان شوي وو... read more

د ګردېز موټر بم برید کې ۳۷ ملکي او نظامي کسان ته مرګ ژوبله اوښتې

2020-05-14
By احمد صهیب حسرت on 14 May 2020 لومړی تعقیب - ګردېز (پژواک، ۲۵ غویی ۹۹) :امنیتي مسوولین وایي چې د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې د موټربم برید له امله ۳۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت د غویي په ۲۵مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې د پکتیا د مرکز ګردېز لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د ملي پوځ د تاسیساتو... read more

Pages