وروستي خبرونه

Subscribe to وروستي خبرونه feed
Updated: 9 min 53 sec ago

​د کابل د عامې روغتیا ریاست: کابل تراژیدۍ ته یو ګام نږدې!

2020-05-17
By زرغونه صالحی on 17 May 2020 کابل (پژواک، ۲۸ غویی ۹۹): د کابل د عامې روغتیا ریاست وایي چې د کابل ښاریانو له خوا پر خپل سر د کرنټین ماتول به وضعیت نه کنټرولېدونکی او سخت کړي او که حالت په همدې ډول دوام وکړي ډاکتر ونه مومئ چې د ناروغ درملنه مو وکړي. د دغه ریاست مسوولینو خپله اندېښنه د فېسبوک له لارې شریکه کړې او له خلکو یې... read more

د روڼتیا څار بنسټ: دولت بايد له کرونا سره مبارزه کې د روغتيايي مرکزونو پر بېړنيو اړتياوو تمرکز وکړي

2020-05-17
By زرغونه صالحی on 17 May 2020 کابل (پژواک، ۲۸ غويی ۹۹): د افغانستان روڼتیا څار بنسټ موندنې ښيي چې د افغانستان دولتي روغتيايي مرکزونه له عملياتي ننګونو، پاکوالي او څارنې، د پرسونل له کمزوري مديريت او د عامې روغتيا وزارت له خوا له نا اغېزناکې څارنې سره مخ دي. د ياد بنسټ په هغه راپور کې چې نن سهار خپور شوی، راغلي چې په هېواد کې... read more

په اسرائیلو کې د چین سفیر په خپل کور کې مړ موندل شوی

2020-05-17
By جاوید همیم کاکړ on 17 May 2020 کابل (پژواک، ۲۸ غویی ۹۹) : په اسرائیلو کې د چین سفیر په خپل کور کې په مرموز ډول مړ، موندل شوی او پولیسو یې په اړه څېړنې پیل کړې دي. نړیوالو رسنیو د اسرائیلي چارواکو په حواله د غویي په ۲۸مه، خبر ورکړی چې د چین سفیر ډو وي، نن د اسرائیلو پلازمېنې تل ابیب اړونده په خپل کور کې مړ موندل شوی دی. په... read more

غني او عبدالله د واک پر وېش سلا شول او هوکړه یې لاسلیک کړه

2020-05-17
By عبدالرقیب سایل on 17 May 2020 کابل (پژواک، ٢٨ غويی ۹۹): د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ سیاسي- ټاکنیز اختلاف د دواړو لوریو ترمنځ د واک پر وېش د هوکړې له لارې پای ته ورسېد او نن یې په دې اړه هوکړه لاسلیک کړه. ولسمشرۍ ټاکنې تېر کال د تلې په شپږمه تر سره شوې. د ټاکنوخپلواک کمېسیون له دغو ټاکنو وروسته محمداشرف غني... read more

صالح: په ننګرهار کې پر جنازې د برید په تړاو ټول جزيیات تر لاسه شوي

2020-05-17
By یوسف ظریفی on 17 May 2020 جلال اباد (پژواک، ۲۸ غويی ۹۹): د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي چې د ننګرهار د وروستۍ مرګونې پېښې په تړاو د حکومتي څېړنو په پايله کې ټول جزیيات ترلاسه شوي، خو دا چې غلطه پرېکړه ونه شي لږ نور وضاحت ته هم اړتيا ده. نوموړی وايي، که څه هم طالبانو په ښکاره توګه په دغه بريد کې لاس لرل رد کړي... read more

پکتیکا کې د ۱۸۵ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پلې کېږي

2020-05-17
By رحيم خان خوشحال on 17 May 2020 ښرنه (پژواک، ٢٨ غويی ٩٩): د پکتیکا ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې د ۱۸۵میلیونه افغانیو په لګښت د کرنې اړوند ۲۶۰ پروژې پلې کېږي. د پکتیکا ولایت د کرنې رييس ابوبکر د انګورو د یوې سړې خونې د بنسټ ډبرې اېښودلو پر مهال له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې په یادو پروژو کې ۸۰ د ممیزو خونې، ۵۰ د... read more

نهه کلن یتیم: جګړې را څخه پلار او ورور واخیستل، نور غواړم سوله کې ژوند وکړم

2020-05-17
By یوسف ظریفی on 17 May 2020 جلال اباد (پژواک ۲۸ غویی ۹۹): د ننګرهار د شینوارو اوسیدونکی نهه کلن برکت الله چې د جومات په چاودنه کې یې پلار او ورور له لاسه ورکړي، سولې ته هیله من دی او وایي، غواړي چې له خپلې مور، دوو وروڼو او دريیو خویندو سره سوله ییز ژوند ولري. برکت الله د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ د جودرې د سيمې... read more

د کندوز د کويډ ١٩ روغتون لسګونه کارکوونکي له دندو ګوښه کيږي

2020-05-17
By اجمل کاکر on 17 May 2020 کندوز ښار (پژواک، ٢٨ غويی ٩٩): د کندوز د کويډ ١٩ روغتون يو شمېر ډاکټران وايي چې د عامې روغتيا وزارت له يوه بل دفتر سره د دغه روغتون د چارو د پرمخ بيولو تړون لاسليک کړى چې له مخې يې سل کارکوونکي بايد له دندو ګوښه کړاى شي. د اړوندې موضوع په غبرګون کې د ياد روغتون ګڼ شمېر کارکوونکو نن اعتراضيه... read more

تښتوونکو د وردګو قومي مشر حاجي محمد ابراهیم وژلی دی

2020-05-17
By احمدشاه عرفانیار on 17 May 2020 ميدان ښار(پژواک، ۲۸ غويی ۹۹): د وردګو قومي مشر حاجي محمد ابراهیم چې د وردګو د قومي شورا له پخواني مشر ضياءالدين کمال سره يو ځای تښتول شوی و، وژل شوی او مړی یی نن په سیداباد ولسوالۍ کې موندل شوی دی. د پژواک خبري اژانس د یو خبر له مخې، د وردګو دوه قومي مشران ډاکټر ضیاالدین کمال او حاجي محمد... read more

طالبانو لوګر کې د مس عينک کان اووه ساتوونکي وژلي دي

2020-05-17
By عبدالمقصود عزيزى on 17 May 2020 پل علم (پژواک، ٢٨ غويی ٩٩): د لوګر امنيتي چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو په بريد کې د مس عينک کان اووه ساتوونکي وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي. د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال رحم خدا مخلص د غويي په ٢٨ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د محمد اغې ولسوالۍ اړوند د مس... read more

"د ګردېز د موټربم بريد په اړه يوه مياشت مخکې امنيې قوماندانۍ ته خبر ورکړل شوى و"

2020-05-17
By شکـور کامـران on 17 May 2020 ګردېز (پژواک، ٢٨ غويی ۹۹): استخباراتي سرچينې وايي چې د ګردېز د وروستي موټر بم بريد په اړه يې له وړاندې د پکتيا ولايت د امنيې قوماندانۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې آمريت ته خبر ورکړى و، خو بيا هم بريد ترسره شو او ګڼو کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته. درې ورځې وړاندې د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز کې... read more

په امریکا کې ۹۰ زره کسان د کرونا له امله مړه او یو نیم میلیون پرې اخته شوي

2020-05-17
By جاوید همیم کاکړ on 17 May 2020 کابل (پژواک، ۲۸ غویی ۹۹) : د راپورونو له مخې، په امریکا کې د کرونا ویروس له امله د مړو شویو کسانو شمېره ۹۰ زرو او پرې د اخته کسانو شمېره یو نیم میلیون تنو ته رسېدلې ده. د کرونا ويروس شاوخوا څلور میاشتې مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، چې اوس د نړۍ په شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو... read more

د کابل- ننګرهار پر لويه لار ترافيکي پېښه کې ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

2020-05-17
By یوسف ظریفی on 17 May 2020 جلال اباد (پژواک، ۲۸ غويی ۹۹): د لغمان ولايت چارواکي وايي، د کابل- ننګرهار پر لويه لاره د دوو موټرو د ټکر له امله ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي د غويي په ۲۸مه پژواک اژانس ته وويل، د کابل- جلال اباد پر لویه لار د قرغیو ولسوالۍ عزیز خان کڅ په زانګورې سیمه کې د... read more

کابل کې د ملي اردو دوو منسوبینو ته وسله وال برید کې مرګ ژوبله اوښتې ده

2020-05-17
By احمد صهیب حسرت on 17 May 2020 کابل (پژواک، ۲۸ غویی ۹۹): د کابل ښار دوولسمې امنیتي حوزې اړوند د داوود خان څلور لارې ساحه کې د وسله والو موټرسایکل سپرو برید کې د ملي اردو یو منسوب وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی. د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایي چې وسله والو د ملي اردو اړوند یوه موټر باندې چې یاد دوه کسان په کې سپاره وو،... read more

ترکمنستان ۱۲۶ تنه افغان بندیان خوشې کړل

2020-05-16
By عبدالرقیب سایل on 16 May 2020 کابل (پژواک، ۲۷ غویی ۹۹): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ترکمنستان ولسمشر د یوه فرمان له مخې د کوچني اختر په مناسبت ۱۲۶تنه افغان بندیان خوشې کړل. له دغه وزارت څخه د غويي په ۲۷مه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ګاونډيتوب، ورورګلوۍ او د کوچني اختر په را رسېدو سره د ترکمنستان ولسمشر... read more

د ښاري پراختیا عالي شورا د استملاک چارو او بیا مېشتولو وړتیا جوړولو طرحه تصویب کړه

2020-05-16
By احمد صهیب حسرت on 16 May 2020 کابل (پژواک، ۲۷ غویی ۹۹): د ښاري پراختیا عالي شورا د استملاک چارو او د بیا مېشت کولو وړتیا جوړولو طرحه تصویب کړه او ولسمشر په دغه غونډه کې د ځمکې د قېمت ټاکلو، د هغه د طبقه بندۍ او د زیانمنو او ګټه اخیستونکو کسانو لپاره د یو دستورالعمل په جوړولو ټینګار وکړ. له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې... read more

چاودنې د خوست د عامې روغتیا ریاست د مرستیال په ګډون ۶ کسان ټپیان کړل

2020-05-16
By یوسف منگل on 16 May 2020 خوست (پژواک, ۲۷ غویی ۹۹) :خوست کې د سړک د غاړې ماین چاودنې له امله د عامې روغتیا ریاست د مرستیال په ګډون شپږ کسان ټپيان شول. دغه چاودنه نن مازديګر څلور بجي او دېرش دقيقې د خوست ښار لوېديځ لورته اداري کمپلېکس ته څېرمه د عامې روغتيا مرستيال ډاکټر ګل محمدالدین محمدي پر موټر شوې. د خوست د والي... read more

بغلان کې ٣۵۵ سړې خونې جوړيږي

2020-05-16
By راز محمد on 16 May 2020 پلخمري (پژواک، ٢٧ غويی ٩٩): په بغلان کې د څه باندې دوه سوه ميليونه افغانيو په لګښت د سړو خونو جوړولو او د ميوو د وچولو پروژې پلې کيږي. د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د بغلان د کرنې رييس عبدالغياث صديقي وويل چې په دغه ولايت کې د ٢٠٢ ميليونه افغانيو په لګښت سړې خونې او د ميوو د وچولو... read more

غني: ایران ته د تګ راتګ شرایط باید لا اصولي او قانوني شي

2020-05-16
By احمد صهیب حسرت on 16 May 2020 کابل (پژواک، ۲۷غویی ۹۹): ولسمشرغني د ایران پر پوله سیند ته د افغانانو غورځولو موضوع پر جدي څېړنې ټینګار وکړ، ویې ویل چې ایران ته د تګ راتګ شرایط باید لا اصولي او قانوني شي. د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن د ایران د سرحدي ځواکونو له خوا سیند ته د افغانانو د غورځولو د... read more

د ملي امنیت شورا: طالبانو د روژې درېیمه اوونۍ کې نږدې ۳۰۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

2020-05-16
By احمد صهیب حسرت on 16 May 2020 کابل (پژواک، ۲۷ غویی ۹۹) : د ملي امنیت شورا وایي چې وسله والو طالبانو په روژې میاشت کې خپل بریدونه زیات کړي او په درېیمه اوونۍ کې یې هم نږدې ۳۰۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل چې د غویي په ۲۷مه، یې د حکومت د رسنیو په مرکز کې خبري غونډې ته وینا کوله، وویل چې... read more

Pages