وروستي خبرونه

Subscribe to وروستي خبرونه feed
Updated: 57 min 52 sec ago

زابل کې دوو چاودنو د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۹ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

2020-05-19
By بسم ا لله پښتونمل on 19 May 2020 کلات (پژواک، ۳۰ غویی ۹۹) : د زابل ولایت په دوو بېلا بېلو چاودنو کې د ښځو اوماشومانو په ګډون ۱۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې. د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د غویي په ۳۰مه، پژواک اژانس ته وویل چې د طالبانو له خوا یوه چاودنه په میزانې ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پريوه موتر شوې ده. هغه زیاته کړه چې... read more

شاهین: د هند په اړه خپره شوې اعلامیه طالبانو پورې اړه نه لري

2020-05-19
By عبدالقدير منصف on 19 May 2020 کابل (پژواک، ۳۰ غویی ۹۹): طالبان وایي،د هند په اړه هغه اعلامیه چې رسنیو خپره کړې او دوی ته منسوب شوې ده، په طالبانو پورې اړه نه لري. رویټرز راپور ورکړی چې ګواکې طالبانو ویلي چې د هند او پاکستان تر منځ د ستونزو ډېروالی او دوام به د افغانستان د سولې پر بهیر منفي اغېز وکړي. دغه راپور کې د... read more

د افغانستان حکومت له نړیوال بانک څخه ۲۰۰میلیون ډالره تشویقي پیسې ترلاسه کړې

2020-05-18
By عبدالرقیب سایل on 18 May 2020 کابل (پژواک، ٢٩ غويی ٩٩): د مالیې وزارت وايي چې دافغانستان حکومت د نړیوال بانک د شاخصونو په پوره کولو سره له دغه بانک څخه ۲۰۰ میلیونه ډالر تشویقي پیسې تر لاسه کړې. له دغه وزارت څخه د غويي په ۲۹مه پژواک خبري اژانس ته په رااستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نړیوال بانک د ۴۰۰ میلیونه امریکایي ډالرو د... read more

ديني عالمان: وسله وال طالبان دې اختر کې اوربند وکړي

2020-05-18
By شکـور کامـران on 18 May 2020 ګردېز (پژواک، ۲۹ غويی ۹۹): د پکتيا ولايت ځينې ديني عالمان د جګړې زياتېدو ته اندېښمن دي او له وسله والو طالبانو غواړي چې د کوچني اختر د خوښۍ په مناسبت اوربند او د سولې بين الافغاني خبرې پيل کړي. دوی په يوه ناسته کې روان حالت د ټولو افغانانو په زيان وباله او ټينګار يې وکړ چې ټول افغاني قشرونه دې د... read more

د بغلان سلګونو اوسېدونکو د پراختيايي پروژو د ترسره کېدو غوښتنه وکړه

2020-05-18
By راز محمد on 18 May 2020 پلخمري (پژواک، ٢٩ غويى ٩٩): د بغلان ولايت سلګونو اوسېدونکو د يوې اعتراضيه غونډې په ترڅ کې د دغه ولايت په لرو پرتو سيمو کې د پراختيايي پروژو د ترسره کېدو غوښتنه وکړه. دغه غونډه د قومي مشرانو په ګډون د غويي په ٢٩مه د بغلان ولايت مقام کې جوړه شوې وه. د يادو کسانو په استازيتوب قومي مشر حاجي حسن... read more

حکومت: طالبانو نا اعلان شوي پسرلني عملیات پیل کړي

2020-05-18
By جاوید همیم کاکړ on 18 May 2020 کابل (پژواک، ۲۹ غویی ۹۹) : د افغانستان حکومت وایي چې وسله والو طالبانو د تېرو کلونو په څېر سږ کال هم پسرلني عملیات پیل کړي، خو رسمي اعلان یې نه دی کړی. د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي، د ملي امنیت سرپرست ضیا سراج او د ملي دفاع وزارت لوی درستیز جنرال بسم الله وزیري د وسله والو طالبانو پر... read more

"د غني او عبدالله ترمنځ شوې هوکړه به د سولې پروسه ګړندۍ کړي"

2020-05-18
By احمد صهیب حسرت on 18 May 2020 کابل (پژواک، ۲۹غويی ۹۹): د سیاسي چارو ځینې شنونکي وایي، د غني او عبدالله تر منځ سیاسي هوکړې سره به د سولې پروسه ګړندۍ شي، ځو ځینې نور بیا وایي چې اوس به د سولې پروسه نوره هم پېچلې شي. د ولسمشرۍ ټاکنې تېر کال د تلې په شپږمه تر سره شوې. د ټاکنوخپلواک کمېسیون له دغو ټاکنو وروسته محمداشرف غني... read more

په افغانستان کې ۷۰۷۲ کسان پر کرونا اخته، ۱۷۳ مړه او ۸۰۱ بېرته روغ شوي

2020-05-18
By بهشته ارغند on 18 May 2020 کابل (پژواک، ۲۹ غويی ۹۹): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ويروس ۴۰۸ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې تر ټولو ډېرې (۱۶۲) په پلازمېنه کابل کې دي. د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار د غويي په ۲۹ مه په کابل کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له... read more

تخار کې اووه پاڅون کوونکي وژل شوي

2020-05-18
By عبدالمقصود عزيزي , اجمل کاکر on 18 May 2020 تالقان-پل علم (پژواک، ٢٩ غويی ٩٩): تخار کې د طالبانو د بريد له امله اووه پاڅون کوونکي او په لوګر ولايت کې بيا د هوايي بريد له امله اووه طالبان وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان شوي دي. د تخار د امينې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير د غويي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا پنځه... read more

طالبانو هم د ولسمشر غني او عبدالله د سیاسي هوکړې په اړه غبرګون وښود

2020-05-18
By جاوید همیم کاکړ on 18 May 2020 کابل (پژواک، ۲۹ غویی ۹۹) : وسله والو طالبانو هم د ولسمشر اشرف غني او ډاکتر عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې په اړه غبرګون ښودلی دی. تر څو میاشتو ټاکنیزو لانجو وروسته پرون د ولسمشر اشرف غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ سیاسي هوکړه لاسلیک شوه، چې له مخې یې عبدالله په کابینه کې شریک او د سولې د مصالحې... read more

قطر له افغانستان سره د کرونا ضد روغتیایي توکو مرسته وکړه

2020-05-18
By جاوید همیم کاکړ on 18 May 2020 کابل (پژواک، ۲۹ غویی ۹۹) : په کابل کې د قطر سفارت وایي چې هېواد یې له افغانستان سره د اته نیم ټنو روغتیایي توکو مرسته کړې چې سبا به کابل ته را ورسېږي. په کابل کې  د قطر سفارت مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته وویل چې دغه روغتیایي توکي له کرونا سره د مبارزې لپاره افغانستان ته ورکول کیږي.... read more

سيلاب قول اردو: د ننګرهار شېرزادو کې یوشمېر طالبان وژل شوي

2020-05-18
By یوسف ظریفی on 18 May 2020 جلال اباد (پژواک، ۲۹ غويی ۹۹): په ختيځ کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو چارواکي وايي، د ننګرهار شېرزادو ولسوالۍ کې يې پر امنيتي پوستو د وسله والو طالبانو ډله ييز بريد په شا تمبولی او پنځه وسله وال يې هم وژلي دي. قول اردو وایی چې په ياد برید کې امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو د وسله والو يو... read more

د غزني حکومتي مسوولين: طالبانو پنځو جسدونو ته اور اچولى دى

2020-05-18
By سيف الله مفتون on 18 May 2020 غزني ښار (پژواک، ٢٩ غويی ٩٩): د غزني حکومتي مسوولين ادعا کوي چې وسله والو طالبانو په جغتو ولسوالۍ کې درې ملکي وګړي او دوه سرتېري وژلي او بيا يي د هغوى جسدونو ته اور اچولى، خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي. د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند احمد خان سيرت د غويي په ٢٩ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې... read more

فراه او کاپیسا کې د یو مخور په ګډون پنځه کسان وژل شوي

2020-05-18
By احمد صهیب حسرت, بنیامین بارز , فرید تنها on 18 May 2020 کابل (پژواک،٢۹ غويی ۹۹): تېره شپه، کاپیسا کې د محمد نعیم صافي په نوم یو مخور او دوه د دولت وسله وال مخالفین وژل شوي او فراه کې له دولتي ځواکونو څخه دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. د تګاب ولسوال حمیدالله رحیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، چې کابل ښار کې د نوین خصوصي ښوونځي بنسټ اېښودنکی اوپه... read more

نړیوالو د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې د لاسلیک هرکلی وکړ

2020-05-18
By جاوید همیم کاکړ on 18 May 2020 کابل (پژواک، ۲۹ غویی ۹۹) : د امریکا متحده ایالتونو، اروپايي ټولنې، ناټو او ملګرو ملتونو د ولسمشر غني ‌او ډاکټرعبدالله ترمنځ د سیاسي تړون دلاسلیک هرکلی کړی دی. تر څو میاشتو ټاکنیزو لانجو وروسته پرون د ولسمشر اشرف غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ سیاسي هوکړه لاسلیک شوه، چې له مخې یې عبدالله په کابینه کې... read more

خلیلزاد: غني او عبدالله دې د تېر حکومت تېروتنې نه تکراروي

2020-05-18
By جاوید همیم کاکړ on 18 May 2020 کابل (پژواک، ۲۹ غویی ۹۹) : د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې هرکلی کړی، خو یادونه یې کړې چې دوی باید د خپل تېر حکومت تېروتنې تکرار نه کړي. له څو میاشتو ټاکنیزو لانجو وروسته پرون د ولسمشر اشرف غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ سیاسي... read more

د غزني په موټر بم برید کې د ملي امنيت ٦٠ کارکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې

2020-05-18
By سيف الله مفتون on 18 May 2020 دويم تعقيب-غزني ښار (پژواک، ٢٩ غويی ٩٩): د غزني ولايت په موټر بم بريد کې د ملي امنيت ١٢ کارکوونکي وژل شوي او ٤٨ نور ټپيان شوي دي. د غزني د والي وياند وحيدالله جمعه زاده د غويي په ٢٩ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا څلور نيمې بجې وسله والو طالبانو د غزني ښار د اسلامي ثقافت مرکز ته... read more

د غزني په موټر بم برید کې د ملي امنيت ٤٩ کارکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې

2020-05-18
By سيف الله مفتون on 18 May 2020 لومړى تعقيب-غزني ښار (پژواک، ٢٩ غويی ٩٩): د غزني حکومتي مسوولين وايي چې ددغه ولايت موټر بم بريد کې د ملي امنيت اووه کارکوونکي وژل شوي او ٤٢ نور ټپيان شوي دي. د غزني د والي وياند وحيدالله جمعه زاده د غويي په ٢٩ پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا څلور نيمې بجې وسله والو طالبانو د غزني ښار... read more

غزني کې موټربم چاودنې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

2020-05-18
By سيف الله مفتون, احمد صهیب حسرت on 18 May 2020 کابل (پژواک، ۲۹ غويی ۹۹): د کورنیو چارو وزارت وایي، وسله والو په  غزني ښار کې د ملي امنیت اړوند ۴۰۴ قطعه باندې برید کړی دی. د یاد وزارت ویاند طارق ارین پژواک خبري اژانس ته وویل: «له بده مرغه نن سهار دغه ځل وسله والو د غزني ښار د اسلامي ثقافت پر مرکز موټربم حمله وکړه، نور جزئیات به... read more

پومپیو په ټیلیفوني اړیکه کې ولسمشرغني او عبدالله ته مبارکي ورکړه

2020-05-17
By جاويد هميم کاکړ on 17 May 2020 کابل (پژواک، ۲۸ غویی ۹۹) : دامریکاد بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په یوه ټیلیفوني اړیکه کې د سیاسي هوکړې پر لاسلیک کولو ولسمشر اشرف غني او ډاکټر عبدالله ته مبارکي ورکړه. تر ډیرو ناندریو او سیاسي اختلافاتو وروسته د ولسمشر اشرف غني او عبدالله ترمنځ سیاسي هوکړه لیک نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په ارګ... read more

Pages