وروستي خبرونه

Subscribe to وروستي خبرونه feed
Updated: 22 min 28 sec ago

ننګرهار کې د هغه سرتېري پېښه څېړل کیږي چې د نورو سرتېرو له خوا ټپي شوی

2020-05-20
By یوسف ظریفی on 20 May 2020 جلال اباد (پژواک، ۳۱ غويی ۹۹): د ننګرهار ولايت چارواکي وایي، د هغه پوليس د ټپي کېدو قضيه څېړل کېږي چې تېره ورځ روداتو ولسوالۍ کې د يو بل سرتېري له لوري ټپي شوی دی .    دغه سرتېری چې په ټپي حالت کې د روغتون پر چپرکټ پروت دی او د خپل ټپي کېدو په تړاو خبرې کوي، ويډيو يې په ټولنيزو شبکو کې... read more

په نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېرپنځه میلیونو کسانو ته ورسېد

2020-05-20
By جاوید همیم کاکړ on 20 May 2020 کابل (پژواک، ۳۱ غویی ۹۹) : د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېره پنځه میلیونه او له کرونا څخه د روغ شویو کسانو شمېره هم نږدې دوه میلیونو ته رسېدلې ده. د کرونا ويروس چې شاوخوا څلور میاشتې مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، اوس د نړۍ په شاوخوا ۲۰۰ ... read more

طالبانو په تخار کې نهه پاڅون کوونکي وژلي دي

2020-05-20
By اجمل کاکر on 20 May 2020 تالقان (پژواک، ٣١ غويى ٩٩): د تخار په خواجه بهاوالدين ولسوالۍ کې د طالبانو د بريد له امله نهه پاڅون کوونکي وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي. د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير د غويي په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د خواجه بهاوالدين ولسوالۍ په لاله ګذر... read more

ملا هبت الله: امریکا دې چاته اجازه نه ورکوي چې تړون له ناکامۍ سره مخ کړي

2020-05-20
By احمد صهیب حسرت on 20 May 2020 کابل (پژواک، ۳۱ غویی ۹۹) : د وسله والو طالبانو مشر ملا هبت الله له امریکاسره لاسلیک کړی تړون تاریخي بریا یاد کړې او له امریکا غوښتي چې ددې تړون د ناکامۍ اجازه چاته ورنه کړي. د وسله والو طالبانو مشر ملا هبت الله اخوند دغه څرګندونې په هغه پیغام کې کړې دي چې په پنځو ژبو د دوی د ویاند ذبیح الله... read more

ترکیې افغانستان کې له وروستۍ سیاسي هوکړې او سولې ملاتړ وکړ

2020-05-20
By احمد صهیب حسرت on 20 May 2020 کابل (پژواک،۳۱ غويی ۹۹): د ترکیې بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د وروستۍ سیاسي هوکړې په اړه خوښي وښوده او ډاډ یې ورکړ چې هېواد به یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او په افغانستان کې د سولې له راتګ څخه کلک ملاتړ وکړي. ولسمشرۍ ټاکنې تېر کال د تلې په شپږمه تر سره شوې. د ټاکنو خپلواک... read more

غني: امنيتي ځواکونه بايد د دقيق پلان له مخې کره عمليات ترسره کړي

2020-05-20
By احمد صهیب حسرت on 20 May 2020 کابل (پژواک، ٣١ غويی ۹۹): ولسمشر غني امنیتي ځواکونو ته دستور ورکړ چې د وسله والو مخالفينو د ګواښونو او بریدونو د دفع کولو او د خلکو د امنیت او خوندیتوب د ټینګښت په موخه باید خپل عملیات د دقیق پلان له مخې کره ترسره کړي. دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې شوي چې د غويي په ٣١مه د ولسمشرۍ له مطبوعاتي... read more

خوست ولایت کې د تراویحو پر لمونځ کوونکو ډزې شوې

2020-05-19
By یوسف منگل on 19 May 2020 خوست (پژواک، ۳۰ غویی ۹۹) : ځایی مسوولین  وایي چې وسله والو کسانو په خوست ولایت کې د تراویحو پر لمونځ کوونکو ډزې کړې او مرګ ژوبله یې اړولې ده. د خوست دوالي ویاند طالب منګل د غویي په ۳۰مه، پژواک اژانس ته وویل چې دا پيښه نن ماخوستن ددې ولایت د صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ اړوند ګورچکو  کلي کې... read more

د پروان د مرکز چاریکارو ښار پر یوه جومات برید کې ۷ لمونځ کوونکي وژل شوي

2020-05-19
By فرید تنها on 19 May 2020 چاریکار (پژواک، ۳۰ غویی ۹۹): د پروان ځایي مسوولین  وایي چې وسله والو کسانو د دغه ولایت د مرکز چاریکار اړوند سیمه کې پر لمونځ کوونکو ډزې کړې او ۱۲ کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. د پروان امنیه قوماندان محمد هارون مبارز د غویي په ۳۰مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه برید نن ماښام د چاریکارو... read more

​ملي امنیت شورا: د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي دوام حکومت اړ کړ یرغلیز عملیات پیل کړي

2020-05-19
By احمد صهیب حسرت on 19 May 2020 کابل (پژواک، ۳۰ غويی ۹۹): د افغانستان حکومت د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما راپور په غبرګون کې ویلي چې ډېری ملکي تلفات د طالبانو له خوا اوښتي، خو طالبانو د یوناما راپور رد کړی دی.  د ملګرو ملتونو د یوناما دفتر نن سهار په یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې تېره میاشت د ملکي تلفاتو مرګ ژوبله ۳۰... read more

د پامير قول اردو قوماندان: طالبانو يو ځل بيا د کندوز ښار د نيولو هڅه وکړه

2020-05-19
By اجمل کاکر on 19 May 2020 کندوز ښار (پژواک، ٣٠ غويی ٩٩): د کندوز امنيتي چارواکي ادعا کوي چې په کندوز ښار کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې ٢٤ طالبان وژل شوي او ٦٠ نور ټپيان شوي دي. په کندوز کې د ٢١٧ پامير قول اردو قوماندان بريد جنرال محمد علي يزداني د غويي په ٣٠ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله... read more

په ننګرهار کې د ميوو د حاصلاتو يو ورځنی نندارتون جوړ شو

2020-05-19
By یوسف ظریفی on 19 May 2020 جلال اباد (پژواک، ۳۰ غويی ۹۹): د ننګرهار د کرنې رياست له لوري د دغه ولايت د ميوو د حاصلاتو يو ورځنی نندارتون جوړ شو. په دې نندارتون کې د ننګرهار له باغونو ترلاسه شوي شفتال، الوکاټ، زردالو او ځمکني توتان نندارې ته ايښودل شوي وو. ياد نندارتون د غويي په ۳۰مه د ننګرهار ولايت مقام انګړ کې جوړ شوی... read more

په افغانستان کې ۷۶۵۳ کسان پر کرونا اخته، ۱۷۸مړه او ۸۵۰ بېرته روغ شوي دي

2020-05-19
By بهشته ارغند on 19 May 2020 کابل (پژواک، ۳۰ غويی ۹۹): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ويروس ۵۸۱ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې تر ټولو ډېرې (۱۶۵) په پلازمېنه کابل کې دي. د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار د غويي په ۳۰ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۱۲۰۰ شکمنو... read more

کندوز کې چاودنې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2020-05-19
By اجمل کاکر on 19 May 2020 کندوز ښار (پژواک، ٣٠ غويى ٩٩): په کندوز ښار کې د ماين چاودنې له امله دوه پوليس وژل شوي او درې ملکي وګړي ټپيان شوي دي.    د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند هجرت الله اکبري د غويي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن شاوخوا يوولس نيمې بجې د کندوز ښار د کهنه فروشۍ په بازار کې د ماين... read more

په کندهار کې ۵ پولیس وژل شوي او ۷ نور ټپيان شوي دي

2020-05-19
By بشیر احمد نادم on 19 May 2020 کندهار (پژواک، ۳۰ غویی ۹۹): د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د یوه برید له امله د یوه قوماندان په ګډون ۵ پولیس وژل شوي او ۷ نور ټپيان شوي دي. پېښه تېره شپه د دغې ولسوالۍ د توغړي په امنیتي پوسته کې شوې ده. د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند لومړي څارن جمال ناصر بارکزي د غویي په ۳۰مه پژواک خبري اژانس... read more

هټۍ وال: پوليس د بډو تر اخيستو وروسته د فعاليت اجازه راکوي

2020-05-19
By عزيزالله همدرد on 19 May 2020 کابل ښار (پژواک، ٣٠ غويى ٩٩): د کابل ښار يو شمېر هټۍ وال وايي چې پوليس د دوى له مجبوريت څخه ناړه ګټه پورته کوي، د قرنطين په دې سختو ورځو کې بډې ترې اخلي او بيا د فعاليت کولو اجازه ورکوي. د روان کال د وري مياشتې په نهمه حکومت د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د کابل ترڅنګ په نږدې ټولو ولايتونو کې پر... read more

یوناما: افغانستان کې د ملکي تلفاتو زیاتوالی د جګړې درولو بېړنۍ اړتیا په ګوته کوي

2020-05-19
By احمد صهیب حسرت on 19 May 2020 کابل (پژواک، ۳۰ غويی ۹۹): یوناما وایي، افغانستان کې په روانه میاشت کې د ملکي تلفاتو د شمېر زیاتوالی د ښکیلو اړخونو له خوا د جګړې د درولو بېړنۍ اړتیا په ګوته کوي، ترڅو د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو په پيل بیا تمرکز وشي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناماپه... read more

حکمتیار: د غني او عبدالله سیاسي هوکړه د «ملي يووالي حكومت د ناکامې تجربې» تكراردی

2020-05-19
By احمد صهیب حسرت on 19 May 2020 کابل (پژواک، ۳۰ غويی ۹۹): حزب اسلامي د غني او عبدالله تر منځ سیاسي هوکړه د «ملي يووالي حكومت»د مخكنۍ «ناکامې تجربې» تكرار بولي، وایي چې دا معامله کړکېچ نه شي حل کولای او د بریالي حکومت لامل نه شي کېدای. ولسمشرۍ ټاکنې تېر کال د تلې په شپږمه تر سره شوې. د ټاکنوخپلواک کمېسیون له دغو ټاکنو وروسته... read more

نظرپوښتنه: ۸۲ سلنه خلک د واک بیا وېش ناهیلي کړي، نور ټاکنو کې برخه نه اخلي

2020-05-19
By احمد صهیب حسرت on 19 May 2020 کابل (پژواک، ۳۰ غويی ۹۹): د پژواک د پرلیکه سروې ۸۲ سلنه ګډونوال وایي، د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ د واک بیا وېش پر ټاکنو بې باوره کړي او نور په ټاکنو کې برخه نه اخلي. ولسمشرۍ ټاکنې تېر کال د تلې په شپږمه تر سره شوې. د ټاکنوخپلواک کمېسیون له دغو ټاکنو وروسته محمداشرف غني ولسمشراعلان کړ،... read more

خلیلزاد یو ځل بیا قطر او افغانستان ته سفر پیل کړ

2020-05-19
By جاوید همیم کاکړ on 19 May 2020 کابل (پژواک، ۳۰ غویی ۹۹) : د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یو ځل بیا د سولې او تړون د عملي کېدو په موخه د خبرو اترو لپاره دوحې او کابل ته را روان شوی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې هغه وړمه ورځ له واشنګټن څخه د یادو... read more

په جلال اباد کې د چت لوېدو دوو پېښو کې لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

2020-05-19
By یوسف ظریفی on 19 May 2020 جلال اباد (پژواک ۳۰ غويی ۹۹): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د دوو کورونو د چتونو رالوېدو له امله لسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د غويي په ۳۰مه پژواک اژانس ته وويل، د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې اړوند مجبور اباد سيمه کې پرون ماښام ناوخته د محمداغا په... read more

Pages