وروستي خبرونه

Subscribe to وروستي خبرونه feed
Updated: 13 min 6 sec ago

د ننګرهار د چپرهار ولسوال په يو ځانمرګي برید کې ټپي شو

2020-05-21
By یوسف ظریفی on 21 May 2020 جلال اباد (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۹۹): د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ د ولسوال پر موټر ځانمرګی برید شوی چې له امله يې هغه له یوه زوی ټپي شوی دی.    د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د غبرګولي په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته وويل، د چپرهار ولسوالۍ ولسوال محمد صديق دولتزی چې نن له... read more

ځینې سرچینې پر کرونا د طالبانو د یوشمېر غړو د اخته کېدو ادعا کوي

2020-05-21
By د پژواک اداره on 21 May 2020 کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نیټه ۹۹) : ځینې سرچینې وایي چې د طالبانو یو شمېر مشران اوغړي هم پر کرونا اخته شوي، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا راپورونه ردوي. طالبانو ته نږدې سرچینې وایي چې ددغې ډلې مرستیال سراج الدین حقاني، مولوي نور الدین ترابي، ملا فاضل ، ملا صمد ثاني،  حمیدالله... read more

شل زره تنه کارګر کابل کې د اورښت اوبو د مدیریت پروژه کې په دندو ګومارل شوي

2020-05-21
By احمد صهیب حسرت on 21 May 2020 کابل (پژواک، ۱ غبرګولی ۹۹): د کابل د سطحي اوبو د مدیریت پروژه کې شل زره کارګر پر دندو ګومارل شوي او د کابل ښار د شین چاپیریال په پروژه کې به زرګونه نور کسان په کار بوخت شي. د ملی پراختیا شرکت په خبرپانه کې راغلي چې دغه پروژه چې د کابل ښار د سطحي اوبو د مدیریت، ښه چاپیریال رامنځته کولو، د ځمکې... read more

د اختر په ورځو کې کابل ښار کې پر تګ راتګ بندیز لګول کیږي

2020-05-21
By عبدالرقیب سایل on 21 May 2020 کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۹۹): د کرونا ویروس له خپرېدو د مخنیوي لپاره د اختر په ورځو کې کابل ښار کې په تګ راتګ بندیز لګول کیږي، خو له اختر وروسته به وضع شوي قیودات کم کړل شي. د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان کې تر اوسه د کرونا پر ویروس ۸ زره او ۶۷۶ تنه اخته شوي، له دغو... read more

سروې: نږدې نیمایي خلکد کرونا د مخنیوي لپاره د قیوداتو پر دوام ټینګار کوي

2020-05-21
By احمد صهیب حسرت on 21 May 2020 کابل (پژواک، د غبرګولي لومړې نېټه،۹۹): د پژواک د پرلیکه سروې ۵۱ سلنه ګډونوال وایي، نور باید ښارونو کې د کرونا له امله وضع شوي قیودات لرې شي، خو ۴۹ سلنه د دغو قیوداتو دوام اړین بولي. دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزرات که څه هم د وضع شویو قیوداتو دوام سخت بولي، خو وایي د کرونا ویروس د... read more

الیس ویلز: په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتېدل امریکا ته د منلو نه دي

2020-05-21
By جاوید همیم کاکړ on 21 May 2020 کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نیټه ۹۹) : د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په افغانستان کې  د تاوتریخوالي د کچې لوړېدل ورته د منلو نه دي، دا د طالبانو مسوولیت دی چې د تاوتریخوالي کچه ټیټه کړي. د امریکا دغې چارواکې وویل چې دوی د خپلو ځواکونو د ایستلو لړۍ پیل کړې، خو د طالبانو فعالیتونه هم... read more

په غزني کې چاودنې پنځو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

2020-05-21
By سيف الله مفتون on 21 May 2020 غزني ښار (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٩): د غزني حکومتي چارواکي وايي چې په ده يک ولسوالۍ کې د ماين د چاودنې له امله درې کوچيان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي. د غزني د والي وياند وحيدالله جمعه زاده د غبرګولي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون ماښام د ده يک ولسوالۍ په شاه ګل دښته کې پر... read more

د پاکستان ولسمشر: د کرونا ضد مبارزه کې له افغان کډوالو سره د ځایي خلکو په څېر چلند کیږي

2020-05-21
By جاوید همیم کاکړ on 21 May 2020 کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۹۹) : د پاکستان ولسمشر عارف علوي وایي چې د ولسمشر اشرف غني او عبدالله ترمنځ د شوې سیاسي هوکړې هر کلی او په افغانستان کې د دوامداره سولې ملاتړ کوي. د پاکستان ولسمشر دغه څرګندونې پرون  ددغه هېواد په پلازمېنې اسلام اباد کې پر مېشتو افغان کډوالو د مرستو د وېش... read more

خلیلزاد: تدریجي اورکم د امریکا او طالبانو د تړون برخه ده

2020-05-21
By جاوید همیم کاکړ on 21 May 2020 کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۹۹) : د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د متحده ايالتونو- طالبانو تړون کې د ترهګرۍ خلاف ژمنې، بین الافغاني مذاکرات، د ځواکونو وتل او تدریجي اورکم چې په دوامداره اوربند بدلیږی، سره تړلي‌دي. خلیلزاد دغه څرګندونې په قطر کې له طالبانو او په کابل کې له... read more

هېواد ته د هند مرسته شوو غنمو د دویمې چوپې را لېږد پیل شو

2020-05-20
By عبدالرقیب سایل on 20 May 2020 کابل (پژواک، ۳۱ غويی ۹۹): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د هند له لوري له ۷۵زره ټنه مرسته شوو غنمو څخه لس زره ټنه نور له چابهار بندره هېواد ته را لېږدول کېږي. هند له افغانستان سره د ۷۵زره ټنه غنمو مرسته کړې ده چې د چابهار بندر له لارې افغانستان ته را لېږدول کېږي. د بهرنیو چارو له... read more

غني او خلیلزاد له بین الافغاني مذاکراتو مخکې د اوربند او تاوتریخوالي کمولو په اړه ټینګار وکړ

2020-05-20
By احمد صهیب حسرت on 20 May 2020 کابل (پژواک، ۳۱ غويی ۹۹): ولسمشر غني له خلیلزاد سره په ليدنه کې د سولې پروسې د راتلونکو اقداماتو د خبرو ترڅنګ تر مخامخ مذاکراتو وړاندې د اوربند په ټینګښت او د تاوتریخوالي په کموالي ټینګار کړی. د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سولې پروسې د وروستیو پرمختګونو په اړه د... read more

ایران د سرحدي پېښې د څېړلو لپاره خپل پلاوی افغانستان ته را لېږي

2020-05-20
By عبدالرقیب سایل on 20 May 2020 کابل(پژواک،۳۱ غويی ۹۹): د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان او ایران پر پوله د ځینو افغان کډوالو د وژلو په تړاو د ګډو څېړنو لپاره افغانستان ته د ایران یو دیپلوماټیک پلاوی سفر کوي. د راپورونو له مخې، د روان کال د غویي په ۱۲مه د ایران پوله ساتو ځواکونو ۵۰ افغانان چې د کار لپاره دغه هېواد ته تللي... read more

حکومت د طالبانو د مشر د اختريز پیغام په اړه غبرګون وښود

2020-05-20
By جاوید همیم کاکړ on 20 May 2020 کابل (پژواک، ۳۱ غویی ۹۹) : د افغانستان حکومت د وسله والو طالبانو د مشر ملا هبت الله د اختریز پیغام په اړه غبرګون ښودلی او هغه یې بې ارزښته بللی دی. د طالبانو مشر ملا هبت الله د کوچني اختر په مناسبت په خپل پیغام کې له امریکا سره پر شوي تړون د بریا ترلاسه کولو ترڅنګ ټینګار کړی چې باید پرې عمل وشي... read more

د ختیځ خصوصي ښوونځيو تر اختره وروسته د فعالیت اجازه وغوښته

2020-05-20
By یوسف ظریفی on 20 May 2020 جلال اباد (پژواک، ۳۱ غويی ۹۹): په ختيځ زون کې د خصوصي ښوونځيو اتحاديه وايي، د قرنطين له امله خصوصي ښوونځيو ادارو سخت زيان ليدلی او بايد تر کوچني اختر وروسته د بيا پيل اجازه ورکړل شي. دوی دغه راز غوښتنه کړې چې حکومت او په ځانګړي توګه پوهنې وزارت دې دوی ته اوښتو زيانونو ته پاملرنه وکړي او له دوی... read more

بغلان کې یوه ۱۵ کسیزه وسله واله ډله له دولت سره یوځای شوه

2020-05-20
By راز محمد on 20 May 2020 پلخمري (پژواک، ۳۱ غویی ۹۹): د بغلان چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو يوې ١٥ کسيزې ډلې چې په تاله برفک ولسوالۍ کې یې فعاليت درلود، د سولې له پروسې سره يوځاى شوه، خو طالبان دغه موضوع ردوي. د بغلان ولایت سرپرست والي عبدالقدیم نیازي د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې خبري ناستې ته وويل چې د ملي امنيت... read more

یوشمېر وکیلان: د غني او عبدالله له تړون سره ډېموکراسي دفن شوه

2020-05-20
By خواجه بصیر فطري on 20 May 2020 کابل(پژواک،۳۱ غویی ۹۹): د ولسي جرګې یو شمېر وکیلانو د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ پر سیاسي تړون نیوکه، خو ځینې نور یې بیا هرکلی کوي. تر څو میاشتو اختلافاتو وروسته بالاخره څو ورځې مخکې د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ سیاسي تړون لاسلیک شو، چې له مخې یې عبدالله د مصالحې شورا مشر او د کابینې نیم... read more

ولسي جرګه: حکومت دې ژر تر ژره نوي وزیران را معرفي کړي

2020-05-20
By خواجه بصیر فطري on 20 May 2020 کابل(پژواک،۳۱ غویی ۹۹): د ولسي جرګې یو شمېر غړو د هېواد پر وروستیو ناامنیو د ژورې اندېښنې څرګندولو ترڅنګ له حکومته وغوښتل چې وزیران وټاکي او ژر تر ژره دې جرګې ته معرفي کړي. دا په داسې حال کې ده، چې ولسي جرګې نن د ملي دفاع وزارت، د ملي امنیت سرپرست او د کورنیو چارو وزارت سرپرت ور غوښتي وو، خو د... read more

زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی

2020-05-20
By جاوید همیم کاکړ on 20 May 2020 کابل (پژواک، ۳۱ غویی ۹۹) : د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سولې پروسې د وروستیو پرمختګونو په اړه د خبرو لپاره کابل ته را رسېدلی دی. یوې سرچینې چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، د غویي په ۳۱مه، پژواک اژانس ته وویل چې خلیلزاد نن کابل ته راغلی او ټاکل شوې چې له افغان... read more

افغانستان کې ۸۱۴۵ کسان پر کرونا اخته،۱۸۷ مړه او ۹۳۰ بېرته روغ شوي

2020-05-20
By بهشته ارغند on 20 May 2020 کابل (پژواک، ۳۱ غويی ۹۹): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ويروس ۴۲۹ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې تر ټولو ډېرې (۲۶۲) په پلازمېنه کابل کې دي. د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار د غويي په ۳۱ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۱۰۰۳ شکمنو... read more

"د ګردېز ښاروالۍ ځينو کارکوونکو او د ګذر وکيلانو د بېوزلو د ډوډۍ کارتونه پلورلي"

2020-05-20
By شکـور کامـران on 20 May 2020 ګردېز(پژواک،۳۱ غويی ۹۹): پژواک ته د رسېدلو معلوماتو له مخې، د ګردېز ښاروالۍ ځينو کارکوونکو او د ګذر وکيلانو د بېوزلو کورنيو د وچې ډوډۍ کارتونه پر نامستحقه کسانو پلورلي دي. همدارنګه د ګذر ځينو وکيلانو له بېوزله خلکو څخه هم د يادو کارتونو په بدل کې پيسې اخيستې دي. په ګردېز ښار کې يو ساعت... read more

Pages