وروستي خبرونه

Subscribe to وروستي خبرونه feed
Updated: 37 min 47 sec ago

اندرابي: که د کابل هره حوزه کې د موټرسایکل سپرو له خوا ترور وشو، آمر یې له دندې ګوښه کیږي

2020-05-23
By جاوید همیم کاکړ on 23 May 2020 کابل (پژواک، ۳ غبرګولی ۹۹): د کورنیو چارو سرپرست مسعود اندرابي ګواښ کړی، چې که د کابل ښار په هره حوزه کې د موټرسایکل سپرو له خوا ترور وشو، امر یې له دندې ګوښه کیږي. دا په داسې حال کې چې له تېرې څه مودې راهیسې په کابل ښار کې د موټرسایکلونو په ګرځېدو بندیز لګېدلی، خو پرون د۱۲ مې حوزې اړونده د... read more

د عامې روغتيا وزارت مرستيال له يوه وسله وال بريده روغ وتلى

2020-05-23
By عبدالمقصود عزيزى, عزيزالله همدرد on 23 May 2020 کابل (پژواک، ٣ غبرګولى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو مرستيال وحيدالله مجروح د لوګر ولايت په مرکز کې له يوه وسله وال بريده روغ وتلى دى. دغه پېښه نن سهار شاوخوا پنځه بجې د لوګر ولايت د مرکز اړوند سيمه کې رامنځته شوې ده. د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو مرستيال وحيدالله مجروح... read more

عربي متحده اماراتو له افغانستان سره د ۷ ټنه طبي وسایل مرسته وکړه

2020-05-23
By نصیر احمد صدیقی on 23 May 2020  کابل(پژواک،۳ غبرګولی ۹۹): د عربي متحده اماراتو مرسته شوي ۷ ټنه طبي وسایل کابل ته راورسېدل او د  لېږد په الوتکه که يې هغه ۱۵۰ تنه افغانان هم هېواد ته وړیا راولېږدول شول چې د کرایې پیسې یې نه لرلې.   د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د دغو څرګندونو تر څنګ راغلي چې... read more

د شوال میاشت ونه لیدل شوه، کوچنی اختر د یکشنبې په ورځ ده

2020-05-22
By جاويد هميم کاکړ on 22 May 2020 کابل (پژواک، ۲ غبرګولی ۹۹) : د سعودي عربستان سترې محکمې اعلان کړی دی چې د شوال میاشت ونه ولیدل شوه، سبا د روژې مبارکې میاشتې ۳۰مه او یکشنبه به کوچنی اختر وي. تر دې مخکې د سعودي سترې محکمې له خلکو غوښتي وو، چې نن د جمعې په ورځ ماښام مهال دې د شوال د میاشتې دلیدلو هڅه وکړي او لیدلو په صورت کې دې... read more

"اختر کې د یو بل کورونو ته له تګ نه ډډه وکړئ"

2020-05-22
By احمدشاه عرفانیار on 22 May 2020 ميدانښار(پژواک،۲غبرګولی ٩٩): د ميدان وردګو د عامې روغتيا رياست له خلکو وغوښتل چې داختر لمونځ د واټن په مراعات کولو سره په ازاده فضا کې ترسره کړي او په اختر کې د یو بل کورونو ته له تګ نه ډډه وکړي. د ميدان وردګو ولايت د عامې روغتيا رییس ډاکټر محمدسالم اصغرخېل له پژواک خبري اژانس سره د مرکې پر... read more

يوناما: جګړه کې ښکېلې خواوې دې د تاوتریخوالي د کمښت لپاره هر څه چې شوني وي ترسره کړي

2020-05-22
By جاويد هميم کاکړ on 22 May 2020 کابل (پژواک، ۲ غبرګولی ۹۹) : په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما ټولو افغانانو ته د نیکمرغه کوچني اختر د مبارکۍ ترڅنګ په دې ورځو کې د تاوتریخوالي کمولو غوښتنه کړې ده.   په کابل کې د یوناما دفتر له خوا د غبرګولي په ۲مه، پژواک اژانس ته په یوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، ددې... read more

پاکستان کې د یوې مسافر وړونکې الوتکې لوېدو پېښه کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

2020-05-22
By جاويد هميم کاکړ on 22 May 2020 کابل (پژواک، ۲ غبرګولی ۹۹) : د پاکستان د ملي هوایي شرکت پی ايی ای یوه مسافروړونکې الوتکه په کراچۍ ښار کې لوېدلې چې له امله یې د لسګونو کسانو د مرګ ژوبلې راپور ورکړل شوی دی. پاکستانیو رسنیو د غبرګولي په ۲مه، خبر ورکړی چې دا الوتکه نن تر غرمې وروسته له لاهور ښار څخه د کراچۍ پر لوري الوتې وه، چې په... read more

دیني عالمان: د اختر په ورځو کې د مړو فاتحې او هدیرو تګ شرعاً جواز نه لري

2020-05-22
By جاويد هميم کاکړ on 22 May 2020 کابل (پژواک، ۲غبرګولی ۹۹) : یو شمیر دیني عالمان وایي چې د اختر په ورځو کې د مړو فاتحې او هدیرو ته ورتګ شرعاً جواز نه لري، ځکه چې د خلکو د خوښۍ ورځې په غم بدلیږي. دا په داسې حال کې چې یو شمېر هېوادوال داختر په لومړۍ ورځ دهغو خپلوانو او دوستانو کورونو ته ځي چې له تېر اختر راهیسې یې د کورنۍ غړي مړه... read more

د سعودي د وژل شوي ژورنالېست خاشقجي کورنۍ د هغه قاتلین وبښل

2020-05-22
By جاوید همیم کاکړ on 22 May 2020 کابل (پژواک ۲ غبرګولی ۹۹) : د سعودي عربستان د وژل شوي ژورنالېست جمال خاشقجي کورنۍ  وایي چې د الله د رضا لپاره یې د نوموړي قاتلین معاف او بښلي دي. جمال خاشقجي چې د سعودي د حکومت يو له سختو منتقدينو څخه و او امريکايي تابعيت يې هم درلود، شاوخوا یو نیم کال مخکې د ترکيې په استانبول ښار کې د... read more

په بهر کې بند پاتې شوي ۱۶ زره افغانان ځانګړو الوتکو کې هېواد ته رالېږدول شوي

2020-05-22
By جاوید همیم کاکړ on 22 May 2020 کابل (پژواک، ۲ غبرګولی ۹۹) : د افغانستان د ملکي هوایي چلند اداره وایي چې د کرونا له امله د الوتنو د ځنډېدو له کبله په ځانګړو الوتنو کې تر اوسه په بهرنیو هېوادونو کې بند پاتې ۱۶ زره افغانان هېواد ته را لېږدول شوي دي. په نړۍ کې د کرونا وبا خپرېدو له امله د احتیاطي تدابیرو او د کرونا د مخنیوي په... read more

په افغانستان کې د کرونا ناروغانو شمېره له نهو زرو واوښته

2020-05-22
By جاوید همیم کاکړ on 22 May 2020 کابل (پژواک، ۲ غبرګولی ۹۹): د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ويروس ۵۴۲ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې ورسره په هېواد کې د ټولو ناروغانو شمېره له نهو زرو څخه اوښتې ده. د عامې روغتيا وزارت له خوا د غویي په ۲مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په... read more

پنټاګون: پاکستان د طالبانو له لارې په بین الافغاني مذاکراتو کې ګټه ترلاسه کول غواړي

2020-05-22
By نصیر احمد صدیقی on 22 May 2020 کابل (پژواک، ۲ غبرګولی ۹۹) : د امریکا دفاع وزارت د دغه هېواد کانګرس ته ويلي چې پاکستان اوس هم د طالبانو له سخت دريځې ډلې چې په افغانستان کې تاوتریخوالی کوي، ملاتړ کوي. د امریکا غږ د راپور له مخې، د امریکا دفاع وزارت دا څرګندونې په هغه درې میاشتني راپور کې کړي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او... read more

د اقتصاد عالي شورا غونډې د سرو زرو د تعرفې د کموالي طرحه منظور کړه

2020-05-22
By عبدالقدير منصف on 22 May 2020 کابل (پژواک، ۲ غبرګولی ۹۹): د اقتصاد عالي شورا غونډې د سرو زرو د تعرفې د کموالي طرحه منظوره او د ساختماني شرکت د ایجاد او اورګاډي پټلۍ ادارې د ساختماني موادو برابرولو طرحه په اصولو کې تایید کړه. د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه... read more

د ملک سلمان موسسې له افغانستان سره د ۱۵۰ ټنه خرما مرسته وکړه

2020-05-21
By عبدالقدير منصف on 21 May 2020 کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۹۹): د ملک سلمان خیریه موسسې، افغانستان کې له بېوزلو سره د مرستې په موخه ۱۵۰ ټنه خرما مرسته وکړه. د یاد مرکز په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه خرما نن (د غبرګولي لومړۍ نېټه) کابل کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت ته وسپارل شوه. سرچینه لیکي چې یاد وزارت ته د... read more

ولسمشر غني: د ملي مسایلو په اړه له سیاسي مشرانو او د خلکو استازو سره سلا مشورې کوم

2020-05-21
By جاوید همیم کاکړ on 21 May 2020 کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۹۹) : ولسمشر اشرف غني وایي، حکومت به د سلا او مشورې مهم اسلامي او ملي اصل ته د درناوي په موخه د تل په څېر د ملي مسایلو په اړه د هېواد سیاسي مشرانو، د ولس او ټولو اقشارو له استازو سره وخت پر وخت سلا مشورې کوي. له ارګ څخه د غبرګولي په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته په... read more

د کورنیو چارو وزارت: طالبان دې اختر کې اوربند او د تاوتریخوالي کمول تجربه کړي

2020-05-21
By د پژواک خبر on 21 May 2020 کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۹۹): د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له وسله والو طالبانو غوښتي چې د کوچني اختر په ورځو کې له تاوتریخوالي لاس واخلي. د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د غبرګولي په لومړۍ نېټه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې طالبانو ته ویلي چې د روژې میاشتې په جګړو کې افغانانو ته... read more

د ملي امنیت شورا: طالبانو په روژې میاشت کې ۵۷۶ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

2020-05-21
By خبر پژواک on 21 May 2020 کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۹۹) : د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي چې وسله والو طالبانو د روژې میاشتې په څلورمه اوونۍ کې هم ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده . د یادې شورا له خوا دغبرګولي په لومړۍ نېټه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، طالبانو د روژې مبارکې میاشتې په څلورمه اوونۍ کې د... read more

د مالیې وزارت متقاعدینو ته د بایومټریک له نوې پروسې پرته معاشونه ورکوي

2020-05-21
By جاوید همیم کاکړ on 21 May 2020 کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۹۹) : د مالیې وزارت وایي چې د ۱۳۹۹مالي کال لپاره د متقاعدینو معاشونه له دوی سره د مرستې په موخه د بایومټریک له نوې پروسې پرته او د مخکنیو کارتونو له مخې ورکوي. ددغه وزارت د تقاعد خزانې لوی رییس محمد عمر دراني د غبرګولي په لومړۍ نېټه د حکومت په رسنیو مرکز... read more

د پکتيا اوسېدونکي: نړيوال ځواکونه له ترهګرۍ سره په مبارزه کې رښتيني نه دي

2020-05-21
By شکـور کامـران on 21 May 2020 ګردېز (پژواک،د غبرګولي لومړۍ نېټه ۹۹):د پکتيا ولايت اوسېدونکي او ولايتي شورا وايي چې نړيوال ځواکونه له ترهګرۍ سره په مبارزه کې رښتينې نه دي، ځکه د شلو کلونو په تېرېدو سره لاهم افغانستان کې امنيت نه دى ټينګ شوى. دوی تور پورې کوي چې امريکا په لوی لاس جګړه غځوي؛ که نه په خبره يې پر وسله والو... read more

په افغانستان کې ۸۶۷۶ کسان پر کرونا اخته، ۱۹۳ مړه او ۹۳۸ بېرته روغ شوي

2020-05-21
By بهشته ارغند on 21 May 2020 کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۹۹): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ويروس ۵۳۱ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې تر ټولو ډېرې (۲۷۴) په پلازمېنه کابل کې دي. د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار د غبرګولي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو ۲۴... read more

Pages