وروستي خبرونه

Subscribe to وروستي خبرونه feed
Updated: 3 min 35 sec ago

په خوست کې د فزيوتراپۍ د زده کړې مرکز فعاليت پيل کړ

2020-02-04
By يوسف منګل on 04 February 2020 خوست ښار (پژواک، ۱۵ سلواغه ۹۸): په خوست ولايت کې د فزيوتراپۍ د زده کړې دوه نیم کلن مرکز په فعاليت پيل وکړ. د فزیوتراپۍ دغه مرکز چې د ناروې په مالي ملاتړ يې په خوست کې په فعاليت پيل وکړ، څه باندې ۲۲ میلیونه افغانۍ لګښت پرې شوی دى. د خوست د عامې روغتیا رييس ډاکټر حبیب شاه انصاري وایي، چې دوی د... read more

په کندهار ښار کې یوه پولیسه ووژل شوه

2020-02-04
By بشير احمد نادم on 04 February 2020 کندهار (پژواک، ۱۵ سلواغه ۹۸): نا پېژاندو وسله والو د یوه غلچکي برید په پایله کې يوه ښځينه پولیسه وژلې ده. پېښه نن ماپښین د کندهار ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند په رېګي کلاچې سیمه کې شوې ده. د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال عبدالناصر بارکزي دسلواغې په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، دغې... read more

په دويمه ورځ هم پکتيکا کې زرګونو کسانو لاريون وکړ

2020-02-04
By رحيم خان خوشحال on 04 February 2020 ښرنه (پژواک، ١٥ سلواغه  ٩٨) : د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنې ښار کې نن په دويمه ورځ هم زرګونو کسانو لاريون وکړ او ددوو عامو کسانو د وژونکو د علني محاکمې غوښتنه يې کوله. دوه ورځې مخکې وسله والو غلو په مرکز ښرنه کې حضرت بلال ښوونځي ته نږدې پر درېيو قصابانو وسله وال بريد وکړ چې په ترڅ کې يې دوه... read more

طالبان: امريکا دې د خپل بام واورې زموږ پر بام نه اچوي

2020-02-04
By جاوید همیم کاکړ on 04 February 2020 کابل (پژواک،١٥سلواغه ٩٨): طالبانو د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د څرګندونو په غبرګون کې ويلي چې روانې خبرې اترې د امريکا او کابل د چارواکو اختلافونو ټکنۍ کړې دي. مايک پومپيو پرون د ازبکستان په پلازمېنه تاشکندکې د دغه هېواد له ولسمشر سره په ګډه خبري غونډه کې له طالبانو غوښتي و چې د سولې... read more

سعودي د افغانستان له فوټبال سره په بېلابېلو برخو کی مرسته کوي

2020-02-04
By on 04 February 2020 کابل (پژواک، ۱۵ سلواغه ۹۸): د افغانستان د فوټبال  او سعودي عربستان فوټبال فدراسیونونو ترمنځ یو هوکړه لیک لاسلیک شو. د افغانستان د فوټبال فدراسیون په یوه خپره شوې خبرپاڼه کی راغلي چی د سعودي عربستان د فوټبال فدارسیون مسوولینو د افغانستان د فوټبال فدراسیون د رهبرۍ له پلاوي سره په کتنه کې د... read more

په کابل کې د کرونا ناروغۍ د درملنې لپاره سل بستريز روغتون پرانيستل شو

2020-02-04
By بهشته ارغند on 04 February 2020 کابل (پژواک، ۱۵ سلواغه ۹۸): د عامې روغتيا وزير وايي چې د کرونا ويروس د مخنيوي او   درملنې په موخه په کابل کې د افغان-جاپان سل بستره روغتون پرانيستل شو. د عامې روغتيا وزير ډاکتر فېروزالدين فېروز د سلواغې په ۱۵ مه د ياد سل بستريز روغتون د پرانيستلو پرمهال خبريالانو ته وويل چې تر اوس... read more

د هلمند د ناوې ولسوالۍ خلک پر ٢٥ ميليونه افغانۍ شخصي لګښت سړکونه جوړوي

2020-02-04
By نيازالدين کليوال on 04 February 2020 لښکرګاه (پژواک، ۱۵ سلواغه ۹۸): د هلمند د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د ٢٥ ميليونه افغانيو په شخصي لګښت يې د فرعي او سمو سړکونو جوړولو کار پيل کړى دى. دوى زیاتوي چې په دغه کار سره ٤٠٠ کسانو ته د کار زمينه هم برابره شوې ده. د ناوې ولسوالۍ د خرابې سیمې وکیل حاجي احمد شاه پژواک اژانس ته وویل... read more

"اطلاعاتو ته پر لاسرسي محدوديتونو د رسنيو پرمختګ له ګواښ سره مخ کړى"

2020-02-04
By احمد صهيب on 04 February 2020 کابل (پژواک، ۱۵ سلواغه ٩٨): د رسنیو استازو د کابل په هغه سیمه کې چې حکومت هلته د رسنیو د قربانیانو د یادڅلي جوړېدو ژمنه کړې وه، اعتراض ناسته وکړه، ویې ویل چې اطلاعاتو ته پر لاسرسي محدودیتونو د رسنیو پرمختګ له ګواښ سره مخ کړی. افغان چارواکو د ۱۳۹۶ کال د مرغومي په دېرشمه د کابل ښار د لومړۍ امنیتي... read more

تېر کال افغانستان کې څه باندې لس زره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

2020-02-04
By احمدشاه عرفانیار on 04 February 2020 کابل(پژواک، ۱۵ سلواغه ۹۸):د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وایي، په ۲۰۱۹ ميلادي کال کې افغانستان کې څه باندې ۲۶۰۰ ملکي وګړي وژل شوي، نږدې ۸۰۰۰ نور ټپيان دي او دغه شمېر د وړم کال په پرتله ۲۴ سلنه کم شوی دی. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون نن په کابل کې د ۲۰۱۹ ميلادي کال د ملکي مرګ ژوبلې کلنی... read more

د ننګرهار د نازيانو ولسوالۍ خلک رغنيزې پروژې غواړي

2020-02-04
By يوسف ظريفي on 04 February 2020 جلال اباد (پژواک، ۱۵ سلواغه ۹۸): د ننګرهار د نازيانو ولسوالۍ خلک وايي، دې ولسوالۍ ته ورغلې لاره تر اوسه قير شوې نه ده، رغنيزې پروژې په کې نه پلې کېږي او د پوهنې او روغتيا برخه کې هم ستونزې لري. دوی وايي، ولسمشر هم ورسره د بېلابېلو پروژو د پيل، د جګړو له امله د ړنګ شوو کورونو او نورو عامه... read more

لغمان او ننګرهار کې امنیتي ځواکونو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

2020-02-04
By يوسف ظريفي on 04 February 2020 جلال اباد (پژواک، ۱۵ سلواغه ۹۸): امنيتي چارواکي وايي چې به ننګرهار او لغمان ولايتونو کې د عملياتو پر مهال وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. بلخوا طالبانو ادعا کړې چې په لغمان ولايت کې يې د ډله ييزو بريدونو پر مهال تر لسو ډېرو دولتي سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده. د ننګرهار چارواکي... read more

افغان فلم: د ځینو هنرمندانو بې کيفيته توليد سينما ته زيان رسولى

2020-02-04
By جاويد احمد on 04 February 2020 مزارشريف (پژواک، ۱۵ سلواغه ۹۸) : بلخ ولايت کې د افغان فلم اداره له حکومته غوښتنه کوي چې هنرمندانو او فلم جوړوونکو ته دې پاملرنه وکړي. د يادې ادارې مشر محمد صادق سرمست زاده دغه غوښته د سلواغې په ۱۵مه په مزارشريف ښار کې د هغو ۱۵ هرمندانو د يادونې په پروګرام کې وکړه چې په تېرو دوه کلونو کې مړه شوي... read more

اترا: د انټرنېټ د بيې ټيتولو لپاره هڅې روانې دي

2020-02-04
By يوسف ظريفي on 04 February 2020 جلال اباد (پژواک، ۱۵ سلواغه ۹۸): په ننګرهار کې د اترا ادارې چارواکي وايي، لا هم د دغه ولايت په حصارک او شېرزادو ولسواليو کې د مخابراتي خدماتو پر وړاندې خنډونه شته چې د امنيت په تامين سره به دا ستونزه هم حل شي. چارواکو دا څرګندونې د سلواغې په ۱۵مه جلال اباد ښار کې د اتصالات مخابراتي شبکې له لوري... read more

Pages