وروستي خبرونه

Subscribe to وروستي خبرونه feed
Updated: 29 min 26 sec ago

د ټاکنو کميسيون د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنيو پايلو د نه اعلانولو له امله بښنه وغوښته

2019-10-19
By محمد آصف احمدزى on 19 October 2019 کابل (پژواک، ۲۷ تله ۹۸): د ټاکنو کميسيون مشره وايي، د تخنيکي ستونزو او د شفافيت د مراعتولو په منظور يې نن د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پايلې اعلان نه شوى کړى او له همدې امله له خلکو او ښکېلو خواوو څخه بښنه غواړي. حوا علم نورستانۍ دغه خبرې نن ماخوستن په خبري ناسته کې وکړې. د ټاکنو د مهالوېش له مخې،... read more

د مشرانو جرګې غړو د هسکې مېنې د قربانیانو د پېښې په پار د ملي ماتم غوښتنه وکړه

2019-10-19
By خواجه بصیر فطري on 19 October 2019 کابل (پژواک، ۲۷ تله ۹۸): مشرانو جرګه له حکومته غواړي چې د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ د چاودنې د قربانیانو لپاره د احترام په پار د تلې ۲۸مه ملي ماتم اعلان کړي. تېره ورځ د هسکې مېنې د جودرې کلي په جومات کې د جمعې د لمانځه پرمهال چاودنه وشوه چې د راپورونو له مخې په دغه برید کې ٧۲ کسان په کې... read more

د پوهنې اصلاحي او انکشافي پلان وارزول شو

2019-10-19
By پژواک on 19 October 2019 کابل (پژواک ٢٧ تله ٩٨): ولسمشر غني وايي، د پوهنې برنامو اساس باید شاګرد محور وي او د پوهنې سرچینې او امکانات دې په ټولو ولایتونو کې په متوازن ډول مصرف شي. له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د هیواد د پوهنې وضعیت د ارزونې په اړه د غونډو په دوام، نن غرمه د ولسمشر محمد... read more

ولسي جرګه د ننګرهار د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې د خونړي برید څېړل غواړي

2019-10-19
By خواجه بصیر فطري on 19 October 2019 کابل (پژواک، ۲۷ تله ۹۸): د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ په اړه د ولسې جرګې په بیړنۍ غونډه کې دغې جرګې پرېکړه وکړه چې دا برید له نږدې وڅېړل شي او د قربانیانو له کورنیو سره مرسته هم وشي. تېره ورځ د هسکې مېنې ولسوالۍ د جودره کلي په جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه وشوه چې د راپورونو له مخې په... read more

د کندهار سوداګر: د هرات په ګمرک کې مو تر ۹۰۰ ډېر په سوداګریزو توکو بار کانټینر درول شوي

2019-10-19
By بشیر احمد نادم on 19 October 2019 کندهار (پژواک، ۲۷ تله ۹۸): د کندهار سوداګر وايي، له تېرو ۱۵ میاشتو راهیسې یې په سوداګریزو توکو بار څه له پاسه ۹۰۰ کانټینر درول شوي چې له امله یې هغوی ته درانه زیانونه اوښتي دي. سوداګر د دغو کانټینرونو د ژر تر ژره خوشي کولو غوښتنه کوي. د حاجي لعل محمد په نوم د سپين بولدک یوه سوداګر پژواک خبري... read more

په سپین بولدک کې ۶ ښوونځيو ته د ودانیو جوړولو چارې پيل شوې

2019-10-19
By بشیر احمد نادم on 19 October 2019 کندهار (پژواک، ۲۷ تله ۹۸): د کندهار په سپين بولدک کې ۶ ښوونځیو ته د ودانیو جوړولو چارې پيل شوې. دغه ودانۍ د ولسي تړون ملي پروګرام اړوند د اقرا برنامې په چوکاټ کې جوړېږي. د ولسي تړون ملي پروګرام مطبوعاتي مسوول عطا محمد هیله من پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه شپږ ښوونځي د سپين بولدک ولسوالۍ په... read more

"پر جوماتونو او مذهبي مراسمو بريدونه د اسلام له دايرې بهر خلک کوي"

2019-10-19
By جاوید احمد on 19 October 2019 مزارشريف (پژواک، ۲۷تله ۹۸): د بلخ يو شمېر ديني عالمان او مدني فعالان وايي، چې پر جوماتونو او مذهبي مراسمو بريدونه له دين سره هېڅ ډول تړاو نه لري او دغه عمل د اسلام له دايرې څخه بهر خلک کوي. دوی چې د تلي په ۲۷مه، مزارشريف کې د ننګرهار ولايت هسکې مېنې ولسوالۍ پر يوه جومات د پروني بريد غندلو په... read more

د خوست او کابل ترمنځ پروازونه پيل شول

2019-10-19
By یوسف منگل on 19 October 2019 خوست ښار (پژواک، ۲۷ تله ۹۸): د خوست او کابل ترمنځ په رسمي ډول خصوصي هوايي پروازونه پيل شول. نن « د تلې ۲۷مه» په لومړي ځل د کام اير هوايي شرکت يوه الوتکه چې له کابل څخه يې پرواز کړی و، د خوست په ملکي نړيوال هوايي ډګر کې يې ناسته وکړه. د ولايتي چارواکو په وينا، په دې سره رسماً د خوست او کابل... read more

کابل کې د رسنیو شهیدانو د یادګار څلي کار لا هم نه دی پیل شوی

2019-10-19
By ناهید بشردوست on 19 October 2019 کابل (پژواک، ۲۷ تله ۹۸): په کابل کې د رسنیو شهیدانو د یادګار څلي له بنسټ اېښودو نږدې دوه کاله تېریږي خو تر اوسه هم د  دغه  څلي جوړولو کار نه دی پیل شوی خو د کابل ښاروالۍ ویانده وايي چې د یاد څلي کار دوه ماشتې مخکې پیل شوی دی. د راپور له مخې، د رسنیو شهیدانو د یادګار څلي د بنسټ ډبره د... read more

په کابل ښار کې د سرو زرو بیه لوړه شوې ده

2019-10-19
By زرغونه صالحى on 19 October 2019 کابل (پژواک، ۲۷ تله ۹۸): نن ورځ د تېرې شنبې په پرتله په کابل ښار کې د سرو زرو بیه لوړه شوې ده خو د نورو لومړنیو توکو بیې له بدلون پرته پر خپل ځای دي. د کابل ښار د تيمورشاهي سړک یوه زرګر حاجي فواد احمد صالح پژواک خبري اژانس ته وویل، د تېرې شنبې په نسبت د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۲۹۵۰... read more

​د ننګرهار د پرون پېښې د وژل شوو ډله ییزه جنازه ترسره شوه

2019-10-19
By یوسف ظریفی on 19 October 2019 جلال اباد (پژواک، ۲۷ تله ۹۸): د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د تېرې ورځې چاودنې د وژل شوو کسانو ډله ييزه جنازه ترسره شوه او خاورو ته وسپارل شول. د چارواکو په وينا، د وژل شوو کسانو شمېر تر ۷۰ کسانو لوړ شوی، دغه راز د ۳۶ ټپيانو له ډلې لس کسان له لومړنۍ درملنې وروسته خپلو کورونو ته رخصت شوي دي... read more

​خوست کې د جلغوزو غوټو سپړلو پر مهال سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابرېږي

2019-10-19
By یوسف منگل on 19 October 2019 خوست ښار (پژواک، ۲۷ تله ۹۸): په خوست کې جلغوزو غوټو سپړلو پر وخت سلګونو کسانو ته د کار زمينه برابرېږي، نو له دې امله خلک ورته خوښ وي. هر کال د مني په موسم کې د سوېل ختيځو ولايتونو د ځنګلونو جلغوزي خوست ولايت ته راوړل کېږي ځکه هواي یې نسبتآً توده ده. دغه جلغوزي د خوست ښار لوېديځ لور ته،... read more

"د اروزګان ملکي روغتون درمل او خوراکي توکي په بازار کې پلورل کېږي"

2019-10-19
By اجمل وصال on 19 October 2019 ترینکوټ (پژواک، ٢٧ تله ۹۸): د اروزکان چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د ملکي روغتون کارکوونکي له ناروغانو سره ناوړه چلند کوي او ترڅنګ یې د روغتون درمل او خوراکي توکي هم په بازار کې پلورل کېږي. دغه څرګندونې د اروزګان مرستيال والي سيد محمد سادات ناصري د دغه ولايت له ملکي روغتون څخه د ليدنې پر مهال... read more

​کمېسیون: د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې به د څو ورځو په ځنډ اعلان شي

2019-10-19
By عزيزالله همدرد on 19 October 2019 کابل (پژواک، ۲۷ تله ۹۸): ټاکلې شوې وه د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې نن اعلان شي خو عمومي سرور ته له بایومټریک دستګاوو د معلوماتو په لېږد کې د ځنډ  له امله به د یادو پایلو اعلان څو ورځې وځنډېږي. د ټاکنو د مهالوېش له مخې، ټاکل شوې وه د ټاکنو لومړنۍ پایلې د تلې ۲۷مه اعلان شي. د ټاکنو خپلواک... read more

​طالبانو په لوګر د سولې ولسي حرکت شپږ غړي خوشې کړل

2019-10-19
By عبدالمقصود عزيزى on 19 October 2019 پل علم (پژواک، ٢٧ تله ٩٨): وسله والو طالبانو په لوګر ولايت د سولې ولسي حرکت شپږ تنه بېولي غړي بېرته ازاد کړل. د سولې ولسي حرکت يوې سرچينې د تلې په ٢٧مه مخکې له غرمې پژواک خبري اژانس ته ويلي و چې وسله والو طالبانو نن سهار د مرکز پل علم له مهاجرينو ښارګوټي څخه د سولې ولسي حرکت شپږ غړي له  ځان... read more

طالبانو په لوګر د سولې ولسي حرکت نیولي غړي بېرته خوشي کړي

2019-10-19
By عبدالمقصود عزيزى on 19 October 2019 پل علم (پژواک، ٢٧ تله ٩٨):  وسله والو طالبانو په لوګر ولايت د سولې ولسي حرکت شپږ نیولي غړي بېرته ازاد کړي دي. د سولې ولسي حرکت يوې سرچينې د تلې په ٢٧مه مخکې له غرمې پژواک خبري اژانس ته ويلي وو چې وسله والو طالبانو نن سهار د مرکز پل علم له مهاجرينو ښارګوټي څخه د سولې ولسي حرکت شپږ غړي له... read more

طالبانو په لوګر د سولې ولسي حرکت شپږ غړي بیولي

2019-10-19
By عبدالمقصود عزيزى on 19 October 2019 پل علم (پژواک، ٢٧ تله ٩٨):  وسله والو طالبانو په لوګر ولايت د سولې ولسي حرکت شپږ غړي له ځان سره بيولي دي. د سولې ولسي حرکت يوې سرچينې د تلې په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو نن سهار د مرکز پل علم له مهاجرينو ښارګوټي څخه د سولې ولسي حرکت شپږ غړي له  ځان سره بيولي دي... read more

پروان کې د سیمه ییزو پولیسو د یوه قوماندان زوی وژل شوی

2019-10-19
By احمد فريد تنها on 19 October 2019 کابل (پژواک، ۲۷ تله ۹۸): د پروان ولایت د جبل سراج ولسوالۍ په اشابه دره کې د سیمه ییزو پولیسو د یوه قوماندان زوی د ناپېژاندو وسله والو په کمین کې وژل شوی دی. د پروان د والي ویانده وحیده شهکار وایي، د قوماندان نصرالله زوی، مظفر پرون ناوخته د جبل السراج ولسوالۍ له مرکزه خپل کور ته په موټر کې روان و... read more

ننګرهار کې د دولت ۱۳ وسله وال مخالفین وژل شوي

2019-10-19
By يوسف ظريفي on 19 October 2019 جلال اباد (پژواک، ۲۷ تله ۹۸): د ننګرهار چارواکي وايي چې د دغه ولايت په اچين او لعلپورې ولسواليو کې د ګډو ځواکونو په عملياتو او دغه راز نښته کې ۱۳ وسله وال مخالفین وژل شوي دي. د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د تلې په ۲۷مه پژواک اژانس ته وويل چې د اچين ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پیل شوو... read more

د مالي چارو د څار نړیواله اداره: پاکستان د ترهګرو سره د مالي مرستو په بندلو کې پاتې راغلی

2019-10-18
By جاويد هميم کاکړ on 18 October 2019 کابل (پژواک، ۲۶ تله ۹۸) : د مالي چارو د څار د یوې نړیوالې ادارې مشر شیانګمین لیو وایي پاکستان  ترهګرۍ  سره د مالي مرستو او پیسو مینځلو په مخنیوي کې پاتې راغلی. دامریکا غږ د راپور له مخې، نوموړي دغه څرګندونې نن د تلې په ۲۶مه، په پاریس کې ددې ادارې د څو ورځني غونډې په وروستۍ ورځ د یوه... read more

Pages