د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د تاوتريخوالي قرباني مېرمن بشرا، د ځان په څېر قربانيانو مدافع شوې

د تاوتريخوالي قرباني مېرمن بشرا، د ځان په څېر قربانيانو مدافع شوې

Nov 23, 2017 - 10:53

کابل (پژواک، ٢ ليندۍ ٩٦): د يوې افغان مېرمنې له غمه د ډک ژوند داستان خپرول چې د انساني قاچاق قرباني شوې وه؛ عدالت ته د خلکو د لاسرسي او له يادې پديدې سره د مبارزې لپاره پرېکړه جدي کړې او اوس يې د وکالت جامې پر تن کړې دي.

پژواک خبري اژانس، د ١٣٩٥ کال د کب مياشتې په دويمه نېټه د "بشرا د يوه رايج او ناوړه فرهنګ ريښه له منځه يووړه"  تر نامه لاندې د يادې مېرمنې د ژوند په اړه راپور خپور کړ چې د ډېرو رسنيو غبرګونونه يې له ځان سره درلودل، تر دې چې ځينو بهرنيو موسسو له يادې مېرمنې سره مرکو ته ور ودانګل.

د بشرا د ژوند داستان (مستعار نوم) په ګوته کوي چې پر بېلابېلو ټولنيزو فشارونو سربېره يوه ځوانه افغان مېرمن د ناوړه او مروج فرهنګ پر وړاندې د خپل غږ په پورته کولو سره له ظالمه ځان وژغوره.

د يادې مېرمنې مېړه له يوه ١٤ کلن هلک سره نامشروع اړيکه درلوده، له نورو ډېرو نجونو سره يې هم اړيکې درلودې، خو له ډېرو هڅو سره-سره يې خپل مېړه د دين خلاف او له ناوړه عملونو را ونه ګرځاوه. هغې په پايله کې د ١٣٨٩ لمريز کال په وروستيو کې د قومي جرګې په منځګړيتوب له خپل مېړه طلاق واخيست.

بشرا وويل، په خداى يې توکل وکړ او له مېړه څخه يې طلاق واخيست، ځان يې کمزورى ونه باله او پرېکړه يې وکړه چې د دې ډول غير اسلامي او غير انساني عمل پر وړاندې به مبارزه کوي.

بشرا چې شاوخوا ٣٣ کاله وړاندې د مزارشريف ښار کې زېږېدلې، زياته کړه چې له طلاق اخيستو وروسته يې له هغو کسانو څخه د دفاع لپاره مټې را ونغښتې چې له ظلم او تاوتريخوالي سره مخ دي او په همدې موخه يې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي کې ځان شامل کړ او د قضا او څارنوالۍ په برخه کې يې د ليسانس سند ترلاسه کړ.

هغې وويل چې د پژواک له لوري یې د ژوند په اړه له داستان خپرېدو وروسته ډېر جرئت ورکړ، څو د پخوا په پرتله څو ځلې ډېر د هغو کسانو په اړه غږ پورته کړي چې قاچاق او جنسي ګټه ترې اخيستل کېږي.

بشرا له پژواک سره په خپلو وروستيو څرګندونو کې وويل: "د پژواک خبري اژانس له لارې زما د تريخ ژوند د داستان خپرولو ما ته نور ډېر ځواک راکړ، څو د خپل ځان په څېر قرباني شوو مېرمنو او ماشومانو د حقونو لپاره مبارزه وکړم، زما د ژوند کړاوونه ما دې ته اړ باسي چې زما په شان د قرباني شوو کسانو د له لاسه وتلو حقونو د ترلاسه کولو په موخه لکه د ځان لپاره داسې دفاع کوم."

هغې زياته کړه: "افغانستان کې له بده مرغه، په داسې حال کې چې د نامطلوبه ګډ ژوند پاى ته رسول شرم ګڼل کېږي او له مېړو جلا شوو ښځو ته په بده سترګه کتل کېږي، خو زما په باور د ژوند يوه با عزته او ازاده ورځ؛ له کلونو ذلت لرونکي ژونده بهتر ده."

هغې څرګنده کړه، د نوموړې په اړه د پژواک راپور مثبتو غبرګونونو دا ثابته کړه چې د هغې پر وړاندې د خلکو ليد مثبت دى.

بشرا وويل چې دغو مثبتو غبرګونونو هغې ته ډېر جرئت ور وباښه  او شاوخوا پنځه مياشتې وړاندې يې د افغانستان د وکيلانو ټولنې په ازموينه کې چې په بلخ کې د حقوقو پوهنځيو ١٥٠ فارغ التحصيلانو اخيستل کېده؛ ګډون وکړ چې په لوړو نومرو ورته بريالۍ شوه.

نوموړي د افغانستان د مدافع وکيلانو ټولنې د جواز په ترلاسه کولو سره اوسمهال د بلخ ولايت په يوه حقوقي-مشورتي ټولنه کې دنده ترسره کوي.

بشرا وويل، که چېرې مدافع وکيل د خپل موکل د حقونو ترلاسه کولو مبارزه او استدلال وکړى شي، ځيرکتيا او مېړانه ولري او د خپل موکل د له لاسه ولو حقونو د ثابتولو لپاره هلې ځلې وکړي؛ له شک پرته مدافع وکيل به ګټونکى وي.

هغې څرګنده کړه، وکالت کې ځان ډېر راحت او ځواکمن احساسوي؛ ځکه د هغې هلې ځلې د هغو کسانو ژوند ژغوري چې له کړاوونو او بدبختيو ډک دى.

د هغې په وينا، تر اوسه له پنځو مياشتو کمه موده کې ورته ١٥ دوسيې چې "د زيان جلاوالي، د عيب جلاوالي او تاوتريخوالي" له امله رامنځته شوې؛ ورکړل شوې دي.

بشرا وويل چې پر يادو دوسيو کار روان دى او نوموړې په دې برخه او له مظلومو کسانو څخه د دفاع په حالت کې د راحتۍ احساس کوي؛ ځکه يو مهال خپله هم د دې ډول پېښې قرباني وه.

هغې زياته کړه، په دې موده کې د کورني تاوتريخوالي دوه دوسيې (له کوره د يوې نجلۍ تېښته) او (د يوه سړي پر وړاندې تاوتريخوالى) د هغې په منځګړتوب حل شوي دي.

بلخوا د بشرا موکلين هم د هغې هلې-ځلې ستايي.

٢٢ کلنې منيژې چې شاوخوا پنځه کاله وړاندې په زور يوه شخص ته کوژده شوې، له بشرا غوښتنه کړې چې له ياد کس سره د هغې کوژده ماته کړي.

هغې زياته کړه، بشرا په ډېر صميميت، رښتينولۍ او مهربانۍ سره د خپلو موکلينو کار ترسره کوي او دوسيه يې په ډېر صداقت سره پر مخ وړي.

بلخ ولايت کې د يوه حقوقي- مشورتي ټولنې بنسټ اېښودونکى چې اوسمهال بشرا هم په ياد بنسټ کې کار کوي؛ وايي چې بشرا يوه ځواکمنه او ځيرکه وکيله ده او د خپل کار له پيل (شا وخوا پنځه مياشتې) راهيسې په رښتينولۍ او صداقت سره بېلابېلې جزايي او کورنۍ دوسيې مخ ته وړې دي. 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement