د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

​افغانستان کې تر شپږ ميليونو ډېر ماشومان له ستونزو او تاوتريخوالي سره مخ دي

​افغانستان کې تر شپږ ميليونو ډېر ماشومان له ستونزو او تاوتريخوالي سره مخ دي

Nov 22, 2017 - 16:20

کابل (پژواک،دليندۍ لومړۍ نېټه ۹۶): چارواکي وايي،سره له دې چې افغانستان کې د ماشومانو د ژوند د ښه والي مناسب حقوقي بستر رامنځته شوى خو بيا هم تر شپږ ميليونو ډېر له ستونزو او تاوتريخواليو سره مخ دي.

چارواکو دغه څرګندونې نن کابل کې په هغه غونډه کې وکړې چې د ماشوم د نړيوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې وه.

د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش په دې غونډه کې وويل چې افغانستان کې جګړې او اقتصادي ستونزې د دې لامل شوي چې ماشومان له ستونزو سره مخ شي.

د ده په وينا، په افغانستان کې تر درې ميليونه ډېر ماشومان له زده کړو بې برخې دي،۱.۲ ميليونه په درنو او سختو کارونو بوخت دي او هر کال په هېواد کې د بېلابېلو عواملو له امله۸۰ زره ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

هغه همداراز په نشه يي توکو روږدي کېدل، انسان تښتونې او ناوړه کړو ته اړ ايستل هم د ماشومانو پر وړاندې پرتې ستونزې وبللې.

دى وايي چې د دولت وسله وال مخالفين له ماشومانو په بريدونو او جګړو کې کا ر اخلي.

ده وويل، د ماشومانو ستونزې په داسې حال کې دي چې د هغوى د ژوند د ښه والي په موخه په هېواد کې مناسب بستر رامنځته شوى او افغانستان کې په نهو برخو کې د ماشومانو له حقونو قانوني ملاتړ شتون لري او افغانستان د ماشومانو د ملاتړ له ټولو نړيوالو کنوانسيونونو او معاهدو سره يو ځای شوی دی.

همداراز د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت مالي مرستيال لعل الدين اريوبي په دې ناسته کې وويل چې افغانستان کې تر شپږ ميليونو ډېر ماشومان په ۲۳ برخو کې له ګڼو ستونزو او تاوتريخواليو سره مخ دي.

خو هغه زياتوي چې د ماشومانو د ژوند ښه والی د ولسمشر د کار په لومړيتوبونو کې دی او په دې اړه دوی هم اړينې کړنې ترسره کړې دي.

دی وايي چې  د ماشوم د ملاتړ قانون وزيرانو شورا تصويب کړى او دغه مصوبه ملي شورا ته استول شوې ده.

د ده په اند، که دغه مصوبه تر قانوني پړاوونو وروسته عملي شي نو د ماشومانو په ژوند کې به ډېر مثبت بدلونونه راشي.

په ولسي جرګه کې د بشري حقونو د کمېسيون مشرې فوزې کوفي وويل، په هېواد کې د ماشوم پر وړاندې ستونزې يوه فاجعه ده.

هغه وايي:" له بده مرغه داسې شمېرې نشته چې په رښتيا څومره ماشومان له کوم ډول ستونزو سره لاس او ګريوان دي، خو زه چې ورته ګورم په افغانستان کې د ماشومانو پر وړاندې ستونزې په فاجعو بدلې شوې دي."

هغه وايي، دا سمه ده چې په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړحقوقي بستر رامنځته شوی خو په عمل کې ورته هېڅ کار نه دى شوى.

د نومبر د مياشتې ۲۲مه د ماشوم د نړيوالې ورځې په نوم نومول شوې او له ١٩٢٥ زيږديز کال را وروسته هرکال د افغانستان په ګډون د نړۍ په ګڼو هېوادونوکې نمانځل کيږي .

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement