د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د لوګر په ازره کې د ونو پر وهونکو جریمه وضعه شوه

ټولنه

ارشيف

د لوګر په ازره کې د ونو پر وهونکو جریمه وضعه شوه

Nov 13, 2017 - 11:54

پل علم (پژواک، ٢٢ لړم ٩٦): د لوګر د ازرې ولسوالۍ قومي مشرانو په غرونو کې د ونو پر وهلو پنځوس زره افغانۍ نغدي جريمه کېښوده.

دغه پرېکړه پرون د دې ولسوالۍ د څلورو لويو قومونو اکبرخېلو، موسى خېلو او ... په غونډه کې وشوه.

د يادې غونډې مشر او د لوګر ولايتي شورا غړي عبدالولي وکيل د لړم په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو څو کلونو کې په بې رحمانه ډول د دې ولسوالۍ د غرونو ونې د يو شمېر کسانو له خوا وهل شوې دي.

د ده په وينا، د يادو څلورو قومونو شورا پرېکړه وکړه چې له دې وروسته هېڅوک نه شي کولاى د غرونو ونې ووهي.

هغه زياته کړه: ((که څوک له دې پرېکړې سرغړونه وکړي، نو پنځوس زره افغانۍ، شل منه وريجي او يو پسه به جريمه شي او هم به د مجرم په توګه حکومت ته معرفي شي.))

د وکيل د معلوماتو له مخې، د ازرې ولسوالۍ ٩٠ سلنه غرونه د جلغوزو، نښترو، څېړۍ، اوبختو او منځو ونو پوښلي دي.

دغه راز بل قومي مشر حاجي خاټول پژواک ته وويل چې د يو شمېر قاچاقبرو له لوري دلته ونې په ډېرې بې رحمۍ سره پرې کېدې.

هغه وايي: ((په داسې ارو به يې ونې اره کولې  چې بيا بېرته په هېڅ صورت نه شنې کېدې.))

ده هم وويل چې ياده پرېکړه دوى د خلکو په خوښه کړې او ټولو ورسره منلې هم ده.

د اړوندې موضوع په اړه د ازرې ولسوال حميدالله حميد پژواک ته وويل چې خلکو ډېره ښه او پر ځاى پرېکړه کړې ده.

ده وويل: ((موږ د خلکو د دغه کار په بدل کې په درې سوه هکتاره ځمکه کې د جلغوزو د ونو کرلو پروژه منظوره کړې ده.))

هغه وايي چې د خلکو قومي شورا به دوى ته ځمکې په نښه کوي او دوى به په کې د جلغوزو ونې کينوي، څو د خلکو اقتصاد ورسره ښه شي.

د يادونې ده، شاوخوا لس ورځې وړاندې د ازرې ولسوالۍ قومي مشرانو د نشه يي توکو د نه کرلو پرېکړه هم کړې وه.

ازره د لوګر ولايت له لرو پرتو او نا امنو ولسواليو له ډلې څخه ده چې له تېرو ١٤ کلونو راهيسې لويه لار له مرکز پل علم سره تړل شوې ده.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement