د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په شمال ختيځ زون کې د مدني ټولنو شبکه جوړه شوه

په شمال ختيځ زون کې د مدني ټولنو شبکه جوړه شوه

Oct 05, 2017 - 14:52

کندوز (پژواک، ١٣ تله ٩٦): په شمال ختيځ زون کې د دغه زون د ستونزو مطرح کولو لپاره  د مدني ټولنو شبکه جوړه شوه.

په دې شبکه کې د کندوز، تخار، بدخشان او بغلان ولايتونو مدني فعالان شامل دي.

د دغه بنسټ مشر عنايت الله خليق په همدغه مناسبت جوړې شوې ناسته کې وويل چې د مدني شبکې له جوړېدو يې موخه په شمال ختيځ زون کې د ستونزو مطرح کول او له اړوندو ارګانونو سره شريکول دي.

خليق وايي: ((د لومړي ځل لپاره مو دا نوښت کړى چې پر ولايتي شبکو سربېره د زون په کچه يوه شبکه جوړه کړو، څو يادو امنيتي ستونزو، فساد او نور مسايلو ته قوي پروګرام ولرو او د حل لپاره يې پياوړى کار وکړو.))

د بدخشان د مدني ټولنو په استازيتوب سيف الدين سايس وويل چې د دې شبکې جوړول د شمال ختيځ زون د ننګونو پر وړاندې د خوځښت او همغږۍ لپاره جوړه شوې ده.

سايس وايي: ((د دې شبکې جوړول د سولې او امنيت راوستو لپاره ډېر مهم دي او نننۍ ناسته د زون په کچه د يوې شبکې او همغږۍ د جوړولو په موخه ترسره کېږي.))

په دې ناسته کې د کندوز والي اسدالله عمرخېل وويل چې مدني فعالان د ملت او حکومت تر منځ د پله حيثيت لري.

عمرخېل وايي: ((مدني فعالان د سولې، امنيت او غوره حکومتولۍ د تامين، د حکومت او ټولنې تر منځ د شته ستونزو د له منځه وړو په موخه شپه ورځ زحمت باسي چې مننه ورنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم پېژندل شوو مدني ټولنو څو شبکې جوړې کړې، خو فعاليت يې د خبرو په پرتله کم دى.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement